د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌يي: د عربو او اسرائیل د اړیکو عادي کول د منځني ختیځ کړکېچ نه حل کوي


د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د چهارشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۲) د اسرائیل او عربي هیوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو پر هڅو نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا هڅې به په منځني ختیځ کې کړکېچ هوار نکړي.

خامنه يي وویل: "ځینې خلک فکر کوي چې په زور [د اسرائیل سره] د ګاونډیو هیوادونو د اړیکوعادي کولو سره به ستونزه حل شي. دوی غلط دي."

خامنه يي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل، واشنګټن چمتو دی چې له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په صورت کې له سعودي عربستان سره په امنیتي برخه کې مرسته وکړي.

د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو عادي کولو خبرې وروسته له هغه په ټپه ودرېدې چې په اکتوبر کې په غزه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ جګړه ونښته.

په غزې کې دا جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل باندې د حماس د اورپکو له بې ساري برید وروسته پیل شوه. د اسرائیلي مقاماتو په خبره، په دغه برید کې۱۱۷۰ زیاتره ملکي کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د حماس تر واک لاندې د غزه د روغتیا وزارت وايي چې د اسرائیل په غچ اخیستونکو عملیاتو کې تراوسه ۳۴۵۶۸ کسان مړه شوي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د اسرائیل او حماس د جګړې له پیل راهیسې په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی چې په سوریه، لبنان، عراق او یمن کې د ایران ملاتړ لرونکي اورپکې ډلې پکې لتاړې دي.

ایران د حماس ملاتړ کوي، خو پر اسرائیل باندې یې د اکتوبر د اوومې د حماس په برید کې مستقیم لاس لرل رد کړي دي.

ایران اسرائیل په رسمیت نه پیژني او د ۱۹۷۹ کال له اسلامي انقلاب راهیسې یې د فلسطینیانو ملاتړ ته د خپل بهرني سیاست په سر کې ځای ورکړی دی.

خامنه يي وویل: "فلسطین باید دوی [فلسطینیانو] ته بیرته ورکړل شي. دوی باید خپل رژیم او نظام جوړ کړي او بیا دغه نظام پریکړه وکړي چې له صهیونیستانو [اسرائیل] سره څه ډول چلند وکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG