د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو بیا طبي انسیتیوتونو کې د ښځو پر زده کړو د بندیز د پایلو په اړه خبرداری ورکړی


ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له پریکړې تر ۴۵ زرو پورې ښځینه زده کوونکې اغیزمنې شوې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو له خوا په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بندیز له پریکړې تر ۴۵ زرو پورې ښځینه زده کوونکې اغیزمنې شوې دي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا په افغانستان کې په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو د طالبانو پر بندیز اندیښنه ښودلې او په اوږده موده کې ددغه هیواد د روغتیا په سکټور باندې ددغه بندیز د منفي اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په خپل یو وروستي راپور کې چې د مارچ په ۱۲ (کب ۲۲) یې خپور کړی ویلي چې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت له دغې پریکړې تر ۴۵ زرو پورې ښځینه زده کوونکې اغیزمنې شوې دي.

په دې شمیر کې ۴۶۰۰ هغه ښځینه زده کوونکې هم شاملې دي چې په تیر ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې له د طبي انسیتیوتونو څخه فارغې شوې او د ۹۸۰۰ نورو فارغیدو ته ډیره کمه موده پاتې وه.

په دې راپور کې ویل شوي: "دا به د ښځینه طبي کارکوونکو کمښت لا پراخه کړي، روغتیايي خدمتونو ته به د ښځو لاس رسی لا محدود کړي. دا په ځانګړي ډول د اندیښنې وړده چې د شرعي قانون څخه سخت تفسیر د حاکمو چارواکو له خوا پلي کیږي، په داسې شرایطو کې چې د کلتور او دود او دستور له مخې نارینه ډاکټران د ښځو طبي معاینه نشي کولای".

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د تیر ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په دوېیم (لیندۍ ۱۲) په افغانستان کې په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز اعلان کړ.

په دغو انسیتیوتونو کې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې په زرګونو ښځو او نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ، لابراتوارپه څانګو کې مسلکي زده کړې کولې.

اوچا په دې راپور کې په افغانستان کې د روغتیا د کلستر له قوله ویلي چې دا بندیز به د میندو او نوو زیږیدلو ماشومانو پر روغتیا او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي باندې سخته اغیزه وکړي او د روغتیا په برخه کې به بحران لا پراخه کړي.

په دې راپور کې ویل شوي چې ددې سربیره په بیړنیو حالاتو کې قابلې لومړنۍ روغتیايي کارکوونکې دي چې اړمنو میندو ته بیړنې او اړین خدمتونه برابروي او د میندو او ماشومانو د مړینې مخه نیسي.

اوچا ویلي چې بشرپاله کارکوونکي پر قابلو باندې په کورنیو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو پر مهال د ژوند د ژغورنې لپاره پر مداخلو باندې نه یوازې اتکا کوي، بلکې هغوی د ګرځنده روغتیايي ټیمونو یوه اړینه برخه هم ګڼي.

دا ټیمونه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو کې میندو او نوو زیږیدولو ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه برابروي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په اوږده او منځنۍ دوره کې د قابلو پر زده کړو او نورو طبي زده کړو بندیز به د میندو او نوي زیږیدونکو ماشومانو د مړینې او ناروغیو باندې ډیرې فاجعه لرونکې پایلې ولري، په داسې شرایطو کې چې [افغانستان] له وړاندې په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچې هیوادونو کې شامل دی، چې په هرو ۱۰۰ زرو د زیږون پر مهال په کې ۶۲۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي".

ددې سربیره په افغانستان کې د پنځه کلنو څخه د کم عمر د ماشومانو د مړینې کچه هم په هرو ۱۰۰ زره ماشومانو کې ۵۵ تنو ته رسیږي او د نوو زیږیدونکو ماشومانو د مړینې کچه په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کې ۲۴ تنو ته رسیږي.

په دې راپور کې ویل شوي چې اوس مهال په افغانستان کې یوازې ۶۷.۵ فیصده د ماشومانو زیږون د مسلکي روغتیايي کارکوونکو پر وړاندې ترسره کیږي او یوازې ۱۸.۹ فیصده د زیږون د عمر ښځې د امیدوارۍ د مخنیوي درملو ته لاس رسی لري.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۱۶.۳ فیصده بالغې امیدواره ښځې د ۲۰ او ۲۴ کلنو ترمنځ امیدواره کیږي او لومړنی ماشوم یې په ۱۸ کلنۍ کې زیږیږي. ددې راپور له مخې تر۶۴ فیصدو پورې ښځې د امیدوارۍ پر ناروغیو د ۱۵ او ۱۹کلنو ترمنځ ژوند له لاسه ورکوي او ۷۰ فیصده یې د ۲۰ او ۲۴ کلنو ترمنځ عمر کې ژوند له لاسه ورکوي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته نه یوازې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی، بلکې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر د ۲۴ ورځې وروسته یې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په طبي انسیتیوتونو کې د نجونو او ښځو د زده کړو دوام د شپږم ټولګي څخه په پوړرته دورو کې د ښځو او نجونو د زده کړو لپاره یوازینۍ ساحه وه چې نجونو او ښځو په کې لا هم زده کړې کولی شوې.

طالبانو تر اوسه نه یوازې د نجونو اوښځو پرمخ د ښوونیزو ادارو د بیرته پرانیستلو په اړه د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنو ته نه یوازې مثبت ځواب نه دی ورکړی، بلکې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون په نافذولو سره یې پر ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم لګولي دي.

دا قانون چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن النمکر وزارت د محتسبینو له خوا پلی کیږي له مخې یې هغوی دا واک ترلاسه کړی چې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې وټاکي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG