د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران خامنه‌يي د حزب الله مشر د لبنان لپاره خپل 'استازی' نومولی


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي (ښی) او د حزب الله مشر نعیم قاسم
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي (ښی) او د حزب الله مشر نعیم قاسم

ایراني رسنیو د چهارشنبې په ورځ، فبروري پنځمه (سلواغې ۱۷)، راپور ورکړ چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د حزب الله مشر نعیم قاسم په لبنان کې د خپل "استازي" په توګه نومولی دی.

تسنیم خبري اژانس لیکلي: "د انقلاب رهبر په یو فرمان کې د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په لبنان کې د خپل استازي په توګه معرفي کړ."

تسنیم د خامنه يي د فرمان کاپي خپره کړې چې پکې ویل شوي قاسم به په لبنان کې د "د حقوقي مسایلو او مذهبي چارو" په اداره کولو کې د خامنه يي استازیتوب وکړي.

خبري اژانس یادونه کړې چې له نعیم قاسم وړاندې د حزب الله مشر حسن نصرالله ته هم د خامنه يي د استازي لقب ورکړل شوی و. نصرالله د سپتمبر په ۲۷مه د لبنان پایتخت بیروت په جنوب کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې ووژل شو.

حزب الله د ایران ملاتړ کوونکو د "مقاومت محور" په نوم د وسله والو ډلو د اتحاد برخه ده، چې د اسرائیل او د متحده ایالاتو په ګډون د اسرائیل د متحدینو سره مخالفت کوي.

خامنه يي چې په ایران کې د دولت په ټولو چارو کې وروستۍ پرېکړه کوي، د ایران په ټولو ولایتونو کې استازي لري. دغه استازي د نورو چارو ترڅنګ په مذهبي حلقو کې له خلکو څخه مرستې راټولوي.

نعیم قاسم د اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغه د حزب الله مشر وټاکل شو چې ددغې ډلې مخکینی مشر هاشم صفی الدین د اسرائیل په برید کې ووژل شو. صفي الدین د حسن نصرالله له وژل کېدو وروسته د حزب الله مشر ټاکل شوی و.

حزب الله په پام کې لري چې د فبرورۍ په ۲۳مه د نصرالله او صفی الدین د ګډې جنازې مراسم ترسره کړي. حزب الله د نومبر په ۲۷مه د اسرائیل سره د اوربند له اعلان وړاندې د امنیتي اندېښنو له کبله عامه مراسم ځنډولي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG