په لبنان کې د حزب الله ډلې سه شنبې اکتوبر ۲۹ (لړم اتمه) اعلان وکړ چې د خپل وژل شوي مشر حسن نصرالله پرځای یې د دې ډلې مرستیال نعیم قاسم د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
حسن نصرالله تېره میاشت پر جنوبي بیروت د اسرائیل په یو برید کې ووژل شو.
د ایران ملاتړې دغې ډلې په یو بیان کې ویلي: "د حزب الله (حکومتي) شورا د حزب الله د عمومي منشي په توګه د شیخ نعیم قاسم په ټاکلو موافقه وکړه."
تر دې وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د حزب الله د اجرائیه شورا مشر هاشم صفی الدین د حسن نصرالله ځای ناستی شوی دی. خو صفي الدین هم د حسن نصرالله له وژل کېدو لږ وروسته د بیروت په جنوبي سیمه کې د اسرائیل په برید کې ووژل شو.
۷۱ کلن نعیم قاسم په ۱۹۸۲ کال کې د حزب الله له بنسټ ایښودونکو څخه و او له ۱۹۹۱ کال راهیسې چې حسن نصرالله ددغه ډلې مشر شوی، د ډلې مرستیال سکرتر جنرال و.
هغه په ۱۹۵۳ کال کې په بیروت کې د اسرائیل سره پر پوله د کفار فیلا د کلي په یوې کورنۍ کې زیږیدلی و.
په ۲۰۰۶ کې له اسرائیل سره تر جګړې وروسته د حسن نصرالله په ګډون د حزب الله زیاتره مشرانو ځانونه پټ کړي وو، نعیم قاسم د حزب الله تر ټولو جګپوړی چارواکی و چې په عامه محضر کې څرګندېده.
د سپټمبر په ۲۷مه د اسرائیل په یو هوایي برید کې د حسن نصرالله له وژل کیدو راهیسې، نعیم قاسم درې ویډیویي ویناوې خبرې کړي دي. نوموړی په رسمي عربي لهجه خبرې کوي، په داسې حال کې چې حسن نصرالله پخپله عامیانه لبنانۍ لهجه خوښوله.
فورم \ دبحث خونه