د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي ایراني مقاماتو ته: اټومي موافقه وکړئ، خو د 'زورواکو' غوښتنه مه منئ


د ایران ستر مذهبي مشرایات الله علي خامنه یي
د ایران ستر مذهبي مشرایات الله علي خامنه یي

د ایران ستر مذهبي مشرایات الله علي خامنه یي د یکشنبې په ورځ جون ۱۱ (غبرګولي ۲۱) وویل چې د هیواد د اټومي چارو په اړه له لویدیځ سره یوه معامله ممکنه ده که د هیواد اټومي زیربناوی تاواني نشي.

ښاغلي خامنه یي دا څرګندونې پداسې حال کې کړي چې د لویدیځ سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکیچ روان دی.

د پنځو سترو قدرتونو جمع جرمني سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې د ژغورلو لپاره د تهران او واشنګټن ترمنځ غیر مستقیمې خبرې د سپټمبر له میاشتې راهیسې په ټپه ولاړې دي او دواړه خواوې یو بل په غیر معقولو غوښتنو تورنوي.

د ایت الله علي خامنه يي محافظه کارانه تائید څو ورځې وروسته له هغې کیږي چې تهران او واشنګټن دواړو هغه راپور رد کړ چې دوی یو لنډمهاله تړون ته نږدې کیږي چې تهران د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدود کړي.

د ایران د دولتي رسنیو په حواله ایت الله علي خامنه يي ویلي دي: «له لویدیځ سره په تړون کې هیڅ شی غلط نه دی، خو زموږ د اټومي صنعت زیربناو کې باید لاسوهنه ونشي.»

په ۲۰۱۹ کال کې، ایران وروسته له هغه د اټومي تړون څخه سرغړونه پیل کړه چې د متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په یو اړخیز ډول له دې تړون څخه وایستل.

د ۲۰۱۵ کال تړون د ایران د یورانیمو د غني کولو فعالیت محدود کړ چې په بدل به په ایران باندې لګول شوي بندیزونه کم کېږي او لېرې کېږي.

په ۲۰۱۸ کې، بیا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ له تړون څخه ووت او بندیزونه یې بیا ولګول چې د ایران اقتصاد یې ګډوډ کړ. تهران په تدریجي ډول په اټومي تړون کې درج شوي محدودیتونه مات کړل او د متحده ایالاتو، اروپا او اسرائیل دا ویره بیا راژوندۍ شوه چې ممکن ایران د اټومي بم جوړولو هڅه وکړي.

خامنه يي چې د کلونو راهیسې د ایران رسمي دریځ ټاکي وویل چې اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي بم جوړولو هڅه نه ده کړې.

خامنه يي زیاته کړه: "دا تورونه چې تهران د اټومي وسلو په لټه کې دی، درواغ دي او دوی پرې پوهيږي. موږ د خپلو مذهبي عقايدو له امله اټومي وسلې نه غواړو. که نه نو دوی (لويديځ) به يې د مخنيوي توان درلودلی نه وای."

خامنه يي، چې د ایران د اټومي پروګرام په څیر په ټولو دولتي مسلو کې وروستی تصمیم نیسي، وویل چې د هیواد اټومي چارواکي باید د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې سره "د خوندیتوب په چوکاټ کې" کار ته دوام ورکړي.

تیره میاشت، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له ایران سره د جنجالي مسلو په سر د محدود پرمختګ راپور ورکړ، چې په کې د څارنې د ځنو تجهیزاتو بیا نصب کول چې په اصل کې د ۲۰۱۵ تړون له مخې ځای پرځای شوي وو او تهران یې تیر کال د لرې کولو امر کړی و شامل دي.

XS
SM
MD
LG