د لاس رسي وړ اتصالات

پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د خامنه يي د سیاستونو په دوام ټېنګار وکړ


مسعود پزشکیان د ایران د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه
مسعود پزشکیان د ایران د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان نن سه شنبه جولاۍ ۳۰ (زمری نهمه) د ایران د اسلامي شورا په مجلس کې د دغه هېواد د نهم ولسمشر په توګه لوړه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له «خپل ټول استعداد او صلاحیت» څخه به د مسئولیتونو په ترسره کولو کې کار اخلي.

نوموړي‌ یو ځل بیا په ټېنګار سره وویل چې د خامنه یي د «تدبیر» په نتیجه کې ولسمشر شوی او د هغه د سیاستونو د دوام په اړتیا یې ټېنګار کړ.

کله چې مسعود پزشکیان د ایران د قضايي قوې د مشر غلام‌ حسین محسني اژه‌ يي او د ایران د نګهبان شورا د مشر محمد قالیباف سره د لوړې مراسم ترسره کول، په مجلس کې د «مرګ په اسرائیل» شعارونه ورکول کېدل. خو پزشکیان د زغم په اړه د د فارسي ژبې د مشهور شاعر سعدي یو شعر ووایه او هیله یې وښوده چې له نړۍ سره د ایران روابط پراخ شي.

واشنګټن د شنبې په ورځ د پزشکیان له بري وروسته وویل چې د ایران د جمهوري ریاست انتخابات «شفاف او عادلانه» نه وو او د ایران په اړه به د امریکا تګلاره بدله نه شي.

پزشکیان د لویدیځ هېوادونو څخه د متقابل احترام غوښتنه وکړه او ویې ویل چې ایران په خپلو بهرنیو ژمنو ولاړ دی.

امریکا او لویدیځ متحدین یې په ایران باندې د اتومي وسلو د پروګرام له کبله ملا ماتوونکي اقتصادي‌ بندیزونه لګولي دي. امریکا او لویدیځ متحدین یې ایران تورنوي چې هڅه کوي‌ د دغه پروګرام له لارې اتومي وسلې ترلاسه کړي، خو ایران ادعا کوي چې دا پروګرام یې سوله ایز دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر کسانو د مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د نړیوالو چارواکو د کم رنګ حضور په اړه بحثونه کړي دي.

د ایران یو خبریال احمد زید ابادي په خپل ایکس کې لیکلي‌ دي چې «د پزشکیان د لوړې په مراسمو کې د نړیوالو پلاویو کمرنګ حضور د دې ګواهي ورکوي چې نړیواله ټولنه د هېواد (ایران) په روان سیاسي بهیر کې د کوم پام وړ بدلون انتظار نه لري.»

د مسعود پزشکیانو د لوړې په مراسمو کې د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال عبدالکبیر، د حماس د سیاسي‌ دفتر مشر اسماعیل هنیه، د عراق صدراعظم محمد شیاع السوداني، د تاجیکستان ولسمشر ام علي ‌رحمان، د ارمنستان صدراعظم نیکو پاشینیان او د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزیر عبدالعزیز بن سعود بن نایف په ګډون د ځینو اروپايي او د لاتینې امریکا د ځینو هېوادونو مقاماتو برخه اخیستې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG