د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایران کې انتخابات 'آزاد یا عادلانه' نه و


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو دویم پړاو چې اصلاح پال کاندید مسعود پزشکیان پi کې ګټونکی شو، "آزاد یا عادلانه" نه و.

د وزارت یو ویاند چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي شنبه جولاۍ شپږ (چنګاښ ۱۶) یې امریکا غږ فارسي څانګې ته وویل چې د جمهوري ریاست په دې انتخاباتو کې ډېر شمیر ایراني وګړو د نه ګډون پریکړه کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي دا چې د ایران د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په خپله کاندیدانو هم ویلي وو چې د هیواد د پالیسۍ چارې د ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي په لاس کې دي له همدې کبله "مونږ هیڅ توقع نه لرو چې دا انتخابات به په ایران کې د بنسټیز بدلون او یا د خپلو اتباعو د بشري حقونو د لا درناوي کولو سبب شي."

د متحده ایالاتو دې چارواکي دا هم ویلي چې دا انتخابات به د دې هیواد په هکله د امریکا په دریځ کې هم د پام وړ اغیز ونه لري.

ویاند ویلي: "د ایران کړو وړو په هکله زمونږ اندیښنې نه دې بدلې شوي. په عین حال کې د امریکا د ګټو پر مخ وړلو لپاره مونږ دپلوماسۍ ته ژمن یو."

د ایران د ټاکنو ادارې د شنبې د ورځې په سهار وویل چې دغې ادارې څه باندې ۳۰.۵ میلیون رایې شمیرلي چې مسعود پزشکیان څه باندې ۱۶.۳ او د هغه سیال سعید جلیلي ۱۳.۵ میلیون رایې ګټلي دي.

د دویم پړاو سیالۍ د اصلاح غوښتونکي کاندید مسعود پزشکیان او افراطي محافظه کار سعید جلیلي تر منځ وشوې.

پزشکیان د ایران د عامې روغتیا پخوانی وزیر دی. هغه د غربي هیوادونو سره د ایران نږدې کیدل، په هیواد کې د ټیکري په سر کولو سخت قانون کې نرمښت او د ځواکمنو هیوادونو سره د اټومي تړون بیرته ژوندي کیدل غواړي او د خپلو پلویانو څخه یې د ملاتړ غوښتنه کړې.

خو ډیر شمیر ایرانیان شک لري چې دا ۶۹ کلن د زړه ډاکټر به ونه وکړای شي خپلې ژمنې چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت یې د ولس سره کړي دي، پر ځای کړي ځکه چې په دولتي چارو کې د پریکړو اصلي سرچینه مذهبي مشر خامنه اي دی چې چار چاپیره یې سخت دریځو نیولی.

مسعود پزشکیان به د ابراهیم رئیسی ځای ناستی شي چې څه موده مخکې د څو نورو جګپوړو ایراني چارواکو سره د هلیکوپتر د نسکوریدو په پیښه کې مړ شو و. ابراهیم رئیسي هم د یو افراطي محافظه کار په توګه پيژندل کیده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG