د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بري څخه یوه اونۍ وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې تهران نه شي کولای له متحدو ایالتونو سره تعامل له پامه وغورځوي او باید خپل تعاملات اداره کړي.
د ایران د دولتي رسنیو د راپور مسعود پزشکیان د ایران د بهرنۍ تګلارې په اړه وویل: «حتی د امریکا په اړه که یې غواړی یا نه، خو په سیمه ایز او نړیوال ډګرکې له دغه هېواد ورسره مخامخ کېږو او ښه ده چې دا ډګر موږ په خپله اداره کړو.»
هغه زیاته کړه چې «موږ باید له خپلو ملګرو سره په نرمۍ چلند وکړو او خپلو دښمنانو سره له زغم» څخه کار واخلي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره سه شنبه ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې.
ټرمپ په ۲۰۱۸ کې په خپل لومړي دور کې متحده ایالتونه له تهران سره د نړۍ د زبر ځواکونو له اتومي تړون څخه واېست او په ایران باندې یې بیا بندیزونه ولګول. ټرمپ د ایران په اړه «سخته پالیسي» خپله کړې وه.
لا داسې کوم راپور نشته چې ډونالډ ټرمپ به د لوړې له مراسمو وروسته د ایران سره خبرې پیلوي که نه، خو په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې یې ویلي وو چې «ایران ته زیان رسول نه غواړم، خو هغوی اتومي وسلې نه شي لرلای».
له ایران سره د امریکا غیر مستقیمې خبرې د جو بایډن په حکومت کې پیل شوې، چې د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون بېرته ژوندی کړي، خو ناکامې شوې.
ایران، چې لا هم د دغه تړون رسمي اړخ دی، وايي چې د امریکا د بندیزونو له کبله د تړون ژمنو ته متعهد نه دی.
د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني د ټرمپ له حکومت سره د مستقیمو خبرو د امکاناتو په اړه وپوښتل شوه، هغې وویل چې تهران به هر هغه کار کوي چې ملي ګټې یې پرې خوندي کېږي.
فاطمې مهاجراني وویل چې د خبرو وروستۍ پرېکړه به د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي او د ایران د ملي امنیت عالي شورا کوي.
فورم \ دبحث خونه