د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ، فبروري ۲۳ (کب پنځم) وویل چې روسیې تېره شپه پر اوکراین باندې د بېپیلوټه الوتکو تر ټولو لوی برید ترسره کړ.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس اروپایي مشرانو ته ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا دپاره د دوی "ډیر زیات" مقررات ددغه صنعت پرمختګ ته خنډ جوړوي. وینس د محتوا محدودول "استبدادي سانسور" بللی دی.
په امریکا یوې غیر انتفاعي ټولنې (افغانایویک) چې په متحدو ایالتونو کې د افغان کډوالو په ځای په ځای کولو او مېشت کولو کې مرسته کوي، د امریکا د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او دفاع وزیرانو ته په یو استول شوي لیک کې ویلي دي، چې افغانان باید د بهرنیو مرستو د بندولو په فرمان کې دخېل نه وي او مستثنی وي.
د تاجیکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې د اسلامي دولت (داعش) پنځه ملاتړي چې ددغه هېواد په یو زندان کې قید وو، هغه مهال ووژل شول چې د تیښتې په نیت یې د زندان په ساتونکو باندې د چاقوګانو برید وکړ.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، جنوري ۱۴ (مرغومي ۲۵) وویل چې یو هندی تبعه چې د روسیې د پوځ لخوا ګومار شوی وژل شوی او یو بل ژوبل شوی د مسکو په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي هوکړه یې کړې چې هند به د کرکټ د چمپینز ټرافۍ لپاره خپلې ټولې لوبې په متحده عربي اماراتو کې کوي.
په سوریې کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو یوه اوونۍ وروسته مقاماتو د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په ټول هېواد کې ښوونځي بېرته پرانیستل.
د متحدو ایالتونو سنا د دو
په عراق او سوریې کې سرچېنې وايي چې د ایران له ملاتړه برخمن سلګونه وسله وال له عراق څخه سوریې ته اوښتي، چې د یاغیانو په مقابل جګړې کې د سوریې له حکومت سره مرسته وکړي.
د سوریې پوځي سرچېنې وايي د یکشنبې په ورځ ډسمبر لومړۍ (لیندۍ ۱۱) د سوریې او روسیې جنګي جټ الوتکو په ادلب کې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو باندې بمباریو ته زور ورکړی دی.
روسیه وايي د داسې ګرځنده پناه ځایونو تولید یې پیل کړی چې د اتومي چاودنې د ټکانونو او وړانګو په ګډون د بېلا بېلو ګواښونو په وړاندې مقاوم وي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۳ (لړم۲۳) په لبنان کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتو ځواکونو باندې بریدونه غندلي دي.
د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له بري څخه یوه اونۍ وروسته د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې تهران خپل سخت غلیم متحده ایالتونه له پامه نه شي غورځولای او باید «له خپلو دښمنانو سره په چلند کې له زغم» څخه کار واخلي.
د پاکستان حکومت په لاهور کې د ککړ چاپېریال او ککړې هوا له کبله د پیدا شویو ناروغیو د مخنیوي لپاره د مارکیټونو او هټیو کاري ساعتونه کم کړي او په عمومي ځایونو کې یې اکثریت فعالیتونه بند کړي.
د پاکستان په لاهور کې حکومت د یکشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم۱۳) اعلان وکړ چې د ککړې او کردجنې فضا له کبله به لومړني ښوونځي تړي او ډېر کارکوونکي به له کورونو څخه کار کوي.
د متحدو ایالتونو د ایوای په ایالت کې د روغتیا او بشري خدمتونو مسئولین وایي چې دغلته د لاسا تبې له کبله یو کس مړ شوی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر لوید استن نن دوشنبه اکتوبر ۲۱ (تله۳۰) اوکراین ته د خپل ناببره سفر په مهال له دغه هېواد سره د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت نوې پوځي مرسته اعلان کړه.
په مالي کې دیپلوماتان او امنیتي سرچېنې وايي چې په القاعدې پورې تړلې یوې وسله والې ډلې د مالي په مرکز باماکو کې په روانې اونۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه وژلي دي، حکومت د تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ سپتمبر درېیمه (سنبله۱۳) وویل چې روسیې د اوکراین په یو پوځي انستیتوت د میزایلو برید کړی دی او حد اقل ۴۱ تنه یې وژلي دي.
په هند کې زرګونو ډاکټرانو او د روغتیا د برخې کار کوونکو د دوشنبې په ورځ اګست ۱۹ (زمری۲۹) وویل چې خپل اعتراضونه به روان ساتي او لاس ترې نه اخلي.
نور پورته کول