د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه‌يي وايي له امریکا سره اتومي خبرې یې د هېواد مشکل نه حل کوي


د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي په تهران کې هوايي ځواکونو ته وینا کوله.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي په تهران کې هوايي ځواکونو ته وینا کوله.

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د تهران سره د اتومي مذاکراتو د وړاندیز وروسته، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د جمعې په ورځ، فبروري اوومه (سلواغې ۱۹) وویل چې له "امریکا سره خبرې یې د هېواد مشکل نه حل کوي."

په تهران کې هوايي ځواکونو ته په وینا کې، خامنه‌يي که څه هم یادونه وکړه چې "له داسې یو حکومت سره باید خبرې ونشي" خو له واشنګټن سره یې د تعامل د بندولو مستقیم امر ونکړ.

د خامنه‌يي دا څرګندونې په وروستیو څو میاشتو کې واشنګټن ته د تهران د هغو سیګنالونو سره توپیر لري چې پر تهران باندې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې، ایران د خپل پراخېدونکي اتومي پروګرام په اړه خبرو ته چمتو دی.

د ایران اصلاح غوښتونکي ولسمشر مسعود پزشکیان د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې له لویدیځ سره د خبرو پیلولو ته چمتو دی.

په تهران کې د ایران هوايي ځواکونو ته د وینا پر مهال د خامنه‌يي څرګندونې د اګست په میاشت کې د نوموړي له هغه څرګندونو سره په تضاد کې دي چې ویلي یې وو د خبرو لار پرانیزي.

خو د ایران دغه ۸۵ کلن مشر تل د لویدیځ سره د خبرو په اړه محتاط دریځ غوره کړی او هڅه یې کړې چې په ایران کې د مذاکرات پلوه اصلاح غوښتونکو او د سپاه پاسداران انقلاب په ګډون د سختدریځو ایراني سیاستوالو ترمنځ توازن وساتي.

خامنه‌يي یادونه وکړه چې ټرمپ له ایران سره د هغه مخکیني اتومي تړون څخه په یواړخیز ډول په شا شو چې له مخې یې، په تهران باندې د سختو اقتصادي بندیزونو د لیرې کېدو په بدل کې ایران د یورانیمو په غني کولو او ذخیره کولو کې د پام وړ کموالی راوست.

خامنه‌يي وویل: "امریکایان په تړون کې پر خپلې ژمنې ونه درېدل. همدا سړی چې نن په واک کې دی، قرارداد یې څیرې کړ. هغه ویلي وو چې دا کار کوي، او ویې کړ."

خامنه‌يي زیاته کړه: " دا یوه تجربه ده چې موږ باید زده کړه ورڅخه وکړو. موږ مذاکرات وکړل، امتیازات مو ورکړل، جوړجاړی مو وکړ، خو مطلوبې پایلې مو ترلاسه نکړې. او له ټولو نیمګړتیاوو سره سره مقابل لوري بالاخره له تړون څخه سرغړونه وکړه او له منځه یې یووړ."

د ټرمپ څرګندونې

معلومه نه ده چې د خامنه‌يي د تازه څرګندونو اصلي لامل څه دی، خو هغه دا څرګندونې وروسته له هغه کړي چې ټرمپ له تهران سره د یو تړون غوښتنه کړې او د سه شنبې په ورځ یې پر تهران باندې د "اعظمي فشار" د تګلارې د بیا راژوندي کولو د فرمان د لاسلیک کولو پر مهال یې هم له ایران سره د تعامل یادونه کړې ده.

ټرمپ په سپینه مانۍ کې وویل: "زه دا لاسلیک کوم، خو زه هیله لرم چې موږ به ډیر ددې کارولو ته اړ نه شو. موږ به وګوړو چې له ایران سره یوې معاملې ته رسیږو، که نه."

ټرمپ زیاته کړه: "موږ نه غواړو چې په ایران زیات فشار واچوو. موږ په هیچا زیات فشار نه غواړو. یوازي همدا غواړو چې هغوی نشي کولای چې اتومي بم ولري."

د یورانیمو غني کول

د نورو ایراني مشرانو په څېر د خامنه‌يي په اړه هم باور کیږي چې په لوی لاس د اتومي مذاکراتو په اړه له یو بل څخه متفاوت نظرونه خپروي ترڅو یو دریځ ته ژمن پاتې نشي او په خپلو خلکو کې نفوذ وساتي

پزشکیان د پنجشنبې په ورځ چې ایران ښايي د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د ادارې نورو پلټونکو ته اجازه ورکړي. پزشکیان د بهرنیو ډیپلوماتانو غونډې ته وویل: "دوی کولای شي راشي او خپلې پلټڼې سل چلنده زیاتې کړي. ځکه موږ نه غواړو چې په شا لاړ شو."

ایراني ډیپلوماتان د خامنه‌يي دا وینا د عملي کېدو وړ فتوا په څېر بولي چې وايي ایران د اتومي بم جوړول نه غواړي.

ایران له ډیر وخت راهیسې ادعا کوي چې اتومي پروګرامونه یې د سوله ایزو هدفونو لپاره دي. خو دغه هېواد تر ۶۰ سلنې یورانیم غني کړي او د اتومي بم جوړولو لپاره ۹۰سلنه غني شوي یورانیم پکار دي.

ایراني مقامات په زیاتېدونکې توګه دا یادونه هم چې ایران اتومي بم جوړولی شي. د امریکا د استخباراتي ادارو د ارزونې له مخې، تهران تراوسه د اتومي وسلو په جوړولو پیل ندی کړی خو "داسې فعالیتونه یې کړي چې دغه هېواد ته د غوښتنې په صورت کې د یوې اتومي وسیلي د جوړولو وړتیا ورکوي."

ددې راپور معلومات له اسوشیتدر پرس اژانس څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG