د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: له ټرمپ څخه تمه لرو چې د سیمې په اړه 'ریښتینی' چلند غوره کړي


ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې.
ډونالډ ټرمپ د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې.

ایران د دوشنبې په ورځ، جنوري ۲۰ (سلواغې اوله)، وویل تمه لري چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت یوه "ریښتینې" تګلاره غوره کړي او د سیمې د هېوادونو ګټو ته "احترام" وکړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه د خپلې دوهمې دورې د پاره ډونالډ ټرمپ نن په پایتخت واشنګټن ډي سي کې لوړه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي خپلې اونیزې خبري غونډې ته وویل: "موږ هیله لرو چې د امریکا د نوي حکومت تګلاره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ ولاړه وي او د ایران په ګډون د سیمې د هېوادونو ګټو او غوښتنو ته درناوی وکړي."

بقايي د حماس سره په جګړه کې د اسرائیل د ملاتړ له کبله د امریکا د تلونکي ولسمشر جو بایډن پر ادارې نیوکه وکړه. هغه همدارنګه وویل چې د بایډن حکومت له ایران سره د اتومي تړون په بیرته پر پښو درولو کې "هیڅ جدیت" ندی ښودلی.

ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې، د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دورې کې پر ایران "د حداکثر فشار" تګلاره غوره کړې وه او له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوي هغه تړون څخه په شا شو چې تهران به د لویدیځ د بندیزونو د کمېدلو په بدل کې خپل اتومي پروګرام محدودوي.

د ګډ عمل جامع پلان (برجام) په نوم د دغه تړون د بیرته عملي کېدو لپاره هڅو تراوسه نتیجه نده ورکړې. په تړون کې د وړاندې شوي میکانیزم له مخې، که ایران پر خپلو ژمنو عمل ونکړي نو په تړون کې شامل هېوادونه به پر تهران باندې بندیزونه زیات کړي.

په تړون کې د یاد میکانیزم د پاره ټاکل شوې موده د روان کال په اکتوبر کې پای ته رسیږي. بقايي خبرداری ورکړ چې په ایران د بندیزونو زیاتولو په صورت کې به تهران "متناسب او متقابل" غبرګون وښيي.

بقايي وویل: " د دې میکانیزم څخه ناوړه ګټه اخیستل به په دې معنی وي چې نور به په ځینو اړوندو تړونونو کې د ایران پاتې کیدل په هیڅ ډول د توجیه وړ نه وي."

ایراني ډیپلوماتانو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې که دغه میکانیزم عملي شي نو تهران به د اتومي وسلو د نه خپرولو له تړون څخه ووځي.

ایران تېره اونۍ د بریتانیا، جرمني او فرانسې له استازو سره په دې اړه پټ مذاکرات ترسره کړي او دواړو اړخونو ویلي چې خبرې یې "واقعي او رغنده" وې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروسته وویل چې اروپايي قدرتونه د اتومي مذاکراتو بیا پیل کولو په اړه جدي دي خو دا یې واضح نکړه چې ایا د ټرمپ اداره "په پام کې لري چې دغو مذاکراتو ته ستنه شي."

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د فرانس پرس اژانس معلومات کارول شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG