د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي د اتومي موافقې نه به نوره سرغړونه وکړي


ایران ویلي دي چې هغوي به د اتومي وسلو په سر د موافقې نه لا نوره سرغړونه وکړي که اروپایي ملکونو د امریکا د بندیزونو د مخنیوي لپاره اقدامات ونکړل

ایران اروپایي قدرتمندو هیوادونو ته ویلي دي چې هغوي به د یوې میاشتې په مودې کې د اتومي وسلو په سر د ٢٠١٥ موافقې د ځینو نورو ټکو نه هم سرغړونه وکړي که چیرته اروپایي ملکونو د امریکا د بندیزونو د مخنیوي په لړ کې اقدامات و نکړل.

د ایران د اتومي انرژۍ د ادرې رئیس بهروز کمال وندي وویل: "پداسې حال کې چې اروپایي ملکونه د اتومي موافقې ته د خپلې ژمنیتا په برخه کې اقدامات نه کوي. ایران په درهمه لاره ولټوي او په یوې میاشت کې به دغې موافقې ته خپله ژمنیتا راکمه کړي."

امریکا د هغې نه وروسته په ایران اقتصادي بندیزونه لگولي دي چې د اتومي وسلو په سر د موافقې نه ووتله.

اروپایي ملکونه د دغه اتومي موافقې د لاسلیک کولو باوجود د امریکا د بندیزونه په مخنیوي کې ناکامه شویدي. د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران د بندیزونو هدف دا دی چې د خپل اتومي وسلو د پروگرام نه لاس واخلي.

ایران خبرداری ورکړیدی چې که دغه بندیزونو دوام وکړ نو هغوي به د هرمز په تنگي تیریدونکې کښتیو ته اجازه ورنکړي چې تیل پرې واړوي. ایران غواړي چې د ٢٠١٥ کال د اتومي موافقی سره سم تیل یې نورو ملکونو ته صادر شي.

XS
SM
MD
LG