د لاس رسي وړ اتصالات

پمپيو: افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه زما خبرې غلطې تعبیر شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وایي چې له افغانستان څخه د سرتیرو ویستلو په اړه یې خبرې د رسنیو لخوا غلطې تعبیر شوي.

پمیپو وایي چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو ایستلو لپاره کومه نیټه نه ده ټاکل شوې، خو د امریکا متحده ایالات غواړي چې په افغانستان کې د ځینو شرایطو د تضمین وروسته خپل نظامي شتون په تدریجي توګه کم کړي.

هغه وايي امریکا غواړي مطمینه شي چې په افغانستان کې به د تروریزم په نوم څه شی نه پاتې کیږي.

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ (جولای ۲۹) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له خولې داسې لیکلي و چې د امریکا ولسمشر غواړي د ۲۰۲۰ ټاکنو وړاندې له افغانستان نه د خپلو سرتیرو ایستل پیل کړي.

خو د میلټري ټایمز د راپور له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا د سه شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د تیرې ورځې خبرې یې رسنیو غلطې تعبیر کړي دي. هغه وویل" د ولسمشر غوښتنې روښانه دي، هغه غواړي چې خپل سرتیري چې هر څومره زر امکان ولري له افغانستان نه وباسي. "

همداراز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد د سه شنبې په ورځ ویلي "که هر څه د برنامې سره سم پر مخ لاړل نو له طالبانو سره به یوې موافقې ته ورسیږو. "

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین بیا امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو استازو خپل مسئولیت ادا کړی او اوس خبره د امریکا متحده ایالتونو ته پاتې ده چې د سولې پر لورې وروستی ګام واخلي او یوې موافقې ته ورسیږي.

شاهین وئیلي چې امکان لري چین، روسیه، ملګري ملتونه، پاکستان او ایران د نړیوالو تضمین کوونکو په څیر د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړه لیک ضمانت وکړي.

XS
SM
MD
LG