په ایران کې دولتي خبري اژانس ایرنا یکشنبه نومبر ۱۰ ( لړم ۲۰) خبر ورکړی چې د پاکستان سره په ګډې پولې کې د وسله والو په برید کې د دې هیواد لږ تر لږه پنځه سرحدي ځواکونه وژل شویدي.
په راپور کې ویل شوي چې وژل شوي کسان د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو د بسیج ملیشه غړي و چې ټول یې بلوڅان و. دا پیښه د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان په سیمه کې شوې چې د پایتخت تهران څخه ۸۷۰ کیلو مټره جنوب ختیځ خوا ته پرته ده.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې برید د کولو ادعا نده کړې او ایراني چارواکو یې هم ملامتي په چا نده اچولې خو تر دې وړاندې د دا شان بریدونو ملامتي د مخدره موادو په قاچاقبرانو او بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلو اچول کیده چې د کالونو راهیسې وسله واله مبارزه کوي.
ایران ادعا لري چې دا ډلې په پاکستان کې دننه د پټیدو خوندي مرکزونه لري. تیره میاشت هم وسله والو د سیستان او بلوچستان په ولایت کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو قوماندان په ګډون څلور تنه ووژل .
د ایران دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له ډیر وخت راهیسې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو او د سني او بلوڅو یاغیانو د بریدونو له کبله د ناامنیو سره مخامخ دی.
ایراني چارواکي ادعا لري چې د جیش العدل وسله واله ډله په پاکستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایونو په ایران کې د بریدونو بندوبست کوي.
د ایران دولتي اژانس ایرنا یو راپور له مخې د تیرې سپټمبر میاشتې په ۱۲ مې هم په یو برید کې چې د سیستان-بلوچستان ایالت د میرجاوه په سیمه کې شوی و او جیش العدل ډلې یې د کولو ادعا کړې وه، درې پولیس پکې وژل شوي و.
دغې ډلې همدغه راز ادعا کړې وه چې د اپریل په میاشت کې یې هغه بریدونه هم کړي وو چې په کې د ایران ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.
د ایران دولتي اژانس ایرنا یو راپور له مخې د سپټمبر میاشتې په ۱۲ مې هم په یو برید کې چې د سیستان-بلوچستان ایالت د میرجاوه په سیمه کې شوی و او جیش العدل ډلې یې د کولو ادعا کړې وه، درې پولیس پکې وژل شوي و.
دغې ډلې همدغه راز ادعا کړې وه چې د اپریل په میاشت کې یې هغه بریدونه هم کړي وو چې په کې د ایران ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.
ایران د روان میلادي کال په پیل کې په پاکستان کې دننه یو شمیر سیمې وویشتې او ادعا یې کوله چې د وسله والو مرکزونه یې په نښه کړي و.
تهران ویلي دي چې په پاکستان کې یې د جیش العدل اسلامپالې ډلې مرچلې یې په نښه کړي چې په وروستیو میاشتو کې یې په ایران کې وژونکي بریدونه تنظیم کړي وو.
د جیش العدل ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې رامنځته شوه، ایران د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
فورم \ دبحث خونه