په ایران کې مطبوعات وایي وسله والو د دې هیواد په جنوب لویدیځ کې د ایران ۱۰ سرحدي ځواکونه په کمین کې وژلي دي.
دولتي مطبوعاتو د ایران د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې برید کوونکي سني مذهبه وسله وال و خو په ځانګړې توګه یې د کومې ډلې نوم ندی یاد کړی.
په راپور کې ویل شوي چې وسله والو د ایران سرحدي پولیسو ته د افغانستان او پاکستان پولې سره نږدې کمین نیولی و.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې خو د پخوا راهیسې پدې سیمې کې نه یوازې وسله وال بلکې د مخدره موادو قاچاقبران هم د ایراني ځواکونو سره وخت ناوخته جنګیږي.
د برید ملامتي ښایي د جیش العدل په نامه په بلوڅ بیلتون غوښتنونکې ډلې واچول شي چې د خپلواکۍ لپاره د کالونو راهیسې وسله واله مبارزه کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دا سرحدي ځواکونه د سیستان- بلوچستان ولایت د تفتان په ولسوالۍ کې وژل شوي او دا چې وزارت سیمې ته د پولیسو قوماندانان او نور چاوراکي د پیښې په هکله د پلټنو لپاره استولي دي.
د ایران دغه ولایت له پاکستان سره ګډه پوله لري او له ډیر وخت راهیسې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو او د سني او بلوڅو یاغیانو د بریدونو له کبله د ناامنیو سره مخامخ دی.
ایراني چارواکي ادعا لري چې د جیش العدل وسله واله ډله په پاکستان کې د پټیدو خوندي مرکزونه لري او له همدې ځایونو په ایران کې د بریدونو بندوبست کوي.
د ایران دولتي اژانس ایرنا یو راپور له مخې د تیرې سپټمبر میاشتې په ۱۲ مې هم په یو برید کې چې د سیستان-بلوچستان ایالت د میرجاوه په سیمه کې شوی و او جیش العدل ډلې یې د کولو ادعا کړې وه، درې پولیس پکې وژل شوي و.
دغې ډلې همدغه راز ادعا کړې وه چې د اپریل په میاشت کې یې هغه بریدونه هم کړي وو چې په کې د ایران ۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.
ایران د روان میلادي کال په پیل کې په پاکستان کې دننه یو شمیر سیمې وویشتې او ادعا یې کوله چې د وسله والو مرکزونه یې په نښه کړي و.
تهران ویلي دي چې په پاکستان کې یې د جیش العدل اسلامپالې ډلې مرچلې یې په نښه کړي چې په وروستیو میاشتو کې یې په ایران کې وژونکي بریدونه تنظیم کړي وو.
د جیش العدل ډله چې په ۲۰۱۲ کال کې رامنځته شوه، ایران د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.
فورم \ دبحث خونه