د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه اي: د وژل شوي ساینسپوه غچ اخلو


ایرانی ساینسپوه محسن فخرزداده د جمعې په ورځ په تهران کې ووژل شول.
ایرانی ساینسپوه محسن فخرزداده د جمعې په ورځ په تهران کې ووژل شول.

د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله خامنه اي ژمنه کړې چې د خپل هیواد تر ټولو جګپوړي اتومي ساینسپوه د وژل کیدو غچ به اخلي.

ښاغلي خامنه اي همدارنګه ژمنه کړې چې د ساینسپوه محسن فخریزاده کار ته به ادامه ورکوي.

دا ساینسپوه پرون د جمعې په ورځ ووژل شو او ایران یې د وژل کیدو ملامتي په اسرائیل اچولې. د لویدیځو هیوادونو او اسرائیل حکومتونه پدې باور دي چې محسن فخریزاده په پټه د ایران د وسلو جوړولو اصلي طراح و.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني هم نن د شنبې په ورځ، نومبر ۲۸(لیندۍ۸) د کابینې غونډې ته ویلي چې ایران به په "مناسب" وخت کې ځواب ووایي.

ښاغلي روحاني پخپلو خبرو کې وویل، " د نړیوال غرور او د سهیونستانو اجیرانو ناولي لاسونه یو ځل بیا د ایران د یو بچي په وینو سره شول". ایراني چارواکي د سهیونیست اصطلاح اسرائیل ته کار وي.

خو پخپله اسرائیل تر اوسه د دې ایراني ساینسپوه د وژل کیدو په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې. د اسرائیل د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وییلي چې دا وزارت په بهرنیو هیوادونو کې د امنیتي ماموریتونو په هکله تبصره نکوي.

سپینې ماڼۍ، د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تر څنګ د استخبارتو مرکزي ادارې یا سي آی اې هم پدې هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې.

XS
SM
MD
LG