د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: پر یمن بریدونه د امریکا او بریتانیا د سیاستونو خلاف عمل دی


امریکایي جنګي جت الوتکه چې د فبرورۍ پر دریمه یې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرچلو بریدونه وکړل د امریکا د یوې الوتکه لیږدونکې بیړۍ څخه الوزي
امریکایي جنګي جت الوتکه چې د فبرورۍ پر دریمه یې په یمن کې د حوثي یاغیانو پر مرچلو بریدونه وکړل د امریکا د یوې الوتکه لیږدونکې بیړۍ څخه الوزي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په یمن کې د حوثي یاغیانو پر پوستو د امریکا او بریتانیا بریدونه په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د تګلارې خلاف دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني نن د یکشنبې په ورځ فبرورۍ څلورمه (سلواغې ۱۵) تور ولګاوه چې متحده ایالات او بریتانیا "د صهیونستي رژیم څخه د خپل بشپړ څرګند ملاتړ په دوام کې د سیمې په کچه په ځپونکو پوځي اقداماتو سره ګډوډۍ او ناامنۍ ته لمن وهي."

هغه زیاته کړه چې ددغو دواړو هیوادونو بریدونه "په ښکاره د واشنګټن او لندن د تکراري ادعاوو سره په ټکر کې دي چې وایي نه غواړي په سیمه کې جګړه او شخړه خپره شي".

دغه ایراني مقام زیاته کړې، چې پر یمن د امریکا او بریتانیا بریدونه به "نړیواله سوله او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي".

دا پداسې حال کې دي چې د یمن حوثي یاغیانو نن د یکشنبې په ورځ وویل چې د امریکا او بریتانیا هوايي بریدونه به "زموږ مخه ونه نیسي" او ګواښ یې وکړ چې ددې بریدونو عچ به واخلي.

پنټاګون پرون وویل چې امریکا او بریتانیا په یمن کې په ۱۳ ځایونو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي یاغیانو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یو بیان کې ویل شوي: "د دې دقیقو بریدونو هدف د هغو ظرفیتونو ګډوډ کول او کمزوري کول دي چې حوثي یاغیان یې د نړیوالې سوداګرۍ او د بې ګناه سمندري سیلانیانو د ژوند ګواښولو لپاره کاروي."

په همدې حال کې د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د شنبې په ورځ په یو بیان کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د خپل ځان څخه د دفاع لپاره د حوثي یاغیانو د کښتیو ضد شپږ کروز توغندي په نښه کړي چې په سور سمندرګي کې په کښتیو باندې د توغولو لپاره چمتو شوي وو.

د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې په جریان کې، حوثي یاغیانو د سور سمندر په جنوب کې د باب المندب تنګي څخه تیریدونکو کښتیو باندې په بریدونو سره د نړیوالې سوداګرۍ سیسټم ګډوډ کړی دی.

دغو یاغیانو گواښ کړی دی تر څو چې د حماس پر ضد د اسرائیل عملیات نه وي دریدلي د کښتیو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو د څو بریدونو پړه پر ایران پلوه افراطي ډلو اچولې، خو ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې غوښتونکي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG