د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د جمهوري ریاست انتخابات دویم پړاو ته ولاړل


په ایران کې د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجې چې شنبه جون ۲۹ ( چنګاښ نهه) په ډاګه شوې، په کې څرګنده شوه چې هیڅ یو کاندید ونه شو کړای د جمهورر رئیس کیدو لپاره ۵۰ په ۱۰۰ کې رایې وګټي او له همدې کبله انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.

د ایران دولتي تلویزیون راپور له مخې تر ټولو ډیرې رایې اصلاح پلوي کاندید مسعود پزشکیان او سخت دریځي کاندید سعید جلیلي په ترتیب سره ګټلي دي خو دا چې یوه یې هم د جمهور رئیس کیدو لپاره ضروري رایې نه دي ګټلي نو د همدې دواړو تر منځ به د انتخاباتو په دویم پړاو کې سیالي کیږي.

د ایران د انتخاباتو کمیسیون ارقامو له مخې په ۱۲ ملیون رایو کې چې د جمعې ورځې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې اچول شوي، ښاغلي پزشکیان څه باندې پنځه ملیونه او ښاغلي جلیلي بیا ۴.۸ ملیونه رایې ګټلي دي.

بل سخت دریځي کاندید محمد باقر قالیباف چې د پارلمان مشر هم دی، په دې انتخاباتو کې یوازې ۱.۶ میلیون رایې ګتلي دي.

ایرانیانو د جمعې په ورځ په عمومي انتخاباتو کې ګډون وکړ چې د دې هېواد د پخواني جمهور رئیس ابراهیم رئیسي ځای ناستی وټاکي چې د هلیکوپټر د غورځېدو په پیښه کې مړ شوی و.

د دولتي تلویزیون په راپور کې په دې هکله څه ندي ویل شوي چې د جمهوري ریاست انتخاباتو په رایې ګیرۍ کې څومره کسانو برخه اخیستې وه خو اټکل دا دی چې د خلکو برخه اخیستل به لږ وي ځکه چې د څو کالونو اقتصادي ګډوډیو له کبله د دې دموکراتیکې پروسې سره د خلکو لیوالتیا کمه شوې.

په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر سیاسي شخصیتونو، سازمانونو او ګوندونو چې بېلابېل سیاسي تمایلات لري، له ټاکنو سره پریکون کړی. د هغې جملې څخه د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز مشرې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې شیرین عبادي د انتخاباتو پیل کیدو څخه یوه ورځ وړاندې په ټاکنو کې ګډون د "نظام پیاوړتیا" وګڼله.

هغې وویل: "که تاسو له اوسني وضعیت څخه ناخوښ یاست او غواړی چې په نړۍ کې د ترهګرو ملاتړ کم کړئ، تاسو کولای شئ نن په کور کې پاتې شئ. ستاسو په کور کې پاتې کیدل نظام او د ایران ۴۵ کلنو بدبختیو او فلاکت ته نه ویل دي چې ایران یې راګیر کړی.

داسې نه بریښي چې د جمهوري ریاست دا انتخابات به د اسلامي جمهوریت په سیاستونو کې کوم لوی بدلون راولي، خو پایلې یې د ایران د ۸۵ کلن مشر علي خامنه يي پر ځای ناستیتوب اغیز کولای شي. خامنه يي له ۱۹۸۹ کال راهیسې په واک کې دی.

دا انتخابات همداشان په داسې حال کې ترسره کیږي چې د ایران حکومت د مظاهره چیانو د ځپلو، د اقتصادي ستونزو او د سیاسي او ټولنیزو آزادیو د محدودیتونو له امله د خلکو د نا رضایتۍ په وجه د مشروعیت له بحران سره مخامخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG