د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او زبر ځواک هیوادونه ایران سره خبرو ته تیاری نیسي  


لا د ایران او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ د خبرو لپاره رسمي ځای اعلان شوی نه دی
لا د ایران او نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ د خبرو لپاره رسمي ځای اعلان شوی نه دی

په ویانا کې د ایران او د نړۍ د زبر ځواکو هېوادونو ترمنځ د خبرو د ځای او څرنګوالو په اړه تازه جزیات رادبره شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي دي چې د ویانا په خبرو کې به د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی د امریکايي پلاوي مشري کوي.

ټاکل شوې چې بریتانیا، چین، فرانسه او جرمني به هم په دغو خبرو کې برخه واخلي.

ویل کیږي چې دغه هېوادونه به هڅه کوي چې امریکا بېرته له ایران سره شوي توافق ته راوګرځوي او همدغه راز به له ایران څخه دا ژمنه اخلي چې اتومي تړون عملي کړي.

د امریکا غږ د ایران څانګې د راپور په اساس دوه ځایونه د دغو خبرو لپاره ټاکل شوي دي: یو د اتریش په مرکز کې د امپریال هوټل دی او بل یې په ویانا کې د ګرند هوټل دی.

د امریکا غږ خبریال دغو هوټلونو ته، چې له یو بل سره نژدې دي، د پلاویو تګ راتګ لیدلی دی. خو تر دې دمه دا ځایونه په رسمي ډول د خبرو لپاره اعلان شوي نه دي.

لا معلومه نه ده چې د ایران له لوري څوک په دغو خبرو کې برخه اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي‌ چې په دغو خبرو کې به په دې بحث کیږي چې ایران اتومي تړون ته د ژمن پاتې کېدو لپاره کومو اقداماتو ته اړتیا لري او امریکا په ایران باندې کوم لګول شوي بندیزونه لېرې کړي چې بېرته تړون ته ور وګرځي.

هغه وویل امریکا به د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري لګول شوي بندیزونه بیا ارزوي.

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې امریکا باید پر ایران لګول شوي بندیزونه په یو ځل لېرې کړي، مرحله په مرحله دې یې نه لېرې کوي.

XS
SM
MD
LG