د لاس رسي وړ اتصالات

استخباراتي سرچینې: ایران به ژر روسیې ته سلګونه بالستیک توغندي ولیږدوي


ایران ښایي په اوکراین کې د جګړې لپاره ژر سلګونه بالستیک وسلې چې د سټلایټ د لارې رهبري کیږي، روسیې ته ولیږدوي.

دوو اروپایي استخباراتي سرچینو جمعه اګست نهمه (زمري ۱۹) د رویټرز خبري اژانس ته دا معلومات ورکړیدي او دا یې هم ویلي چې د روسیې د پوځ لسګونه پرسونل په تهران کې روزل کیږي چې څرنګه د فتح-۳۶۰ بالستیک توغندیو څخه کار واخلي.

دا توغندي لنډ واټن ویشتلی شي.

دې دوو استخباراتي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي ویلي چې ګمان کیږي د روسیې د دفاع وزارت استازو تیر کال د ډسمبر میاشتې په ۱۳ مې نیټې په تهران کې د ایراني چارواکو سره د فتح -۳۶۰ او ابابیل بالستیک توغندیو تر لاسه کولو لپاره قرارداد لاسلیک کړی وي.

دا توغندي په ایران کې د هوایي فضا صنعت سازمان په نامه شرکت جوړوي چې د ایران د حکومت ملکیت دی.

د اروپایي اتحادیې دې چارواکو چې د څو محرمو استخباراتي سرچینو حوالې یې ورکړي، ویلی چې په ایران کې د روسیې نظامي پرسونل دا زده کوي چې څنګه د فتح -۳۶۰ دفاعي سیستم سره بیل کړي.

دا توغندي کولی شي چې تر ۱۶۰ کیلو مټرو پورې واټن ووهي او ۱۵۰ کیلو ګرامه سرګلوله لري.

دې چارواکو ویلي چې تر روزنې وروسته به بل ګام دا وي چې دا توغندي روسیې ته ولیږدول شي.

سره لدې چې روسیه پخپله هم بالستیک توغندي لري خو نظامي کارپوهان وایي چې که روسیه له ایران څخه د فتح -۳۶۰ توغندي تر لاسه کړي، پدې توغندیو به د لنډ واټن اهداف په نښه کړي او خپل توغندي به د جګړې لومړۍ کرښې څخه ور ها خوا لیرې اهداف په نښه کولو لپاره وکاروي.

د ایران او روسیې دفاع وزارتونو تر اوسه پدې هکله تبصره ند کړې خو د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا یو ویاند د جمعې په ورځ وویل که ایران دا توغندي روسیې ته ورکړي ، متحده ایالات، د ناټو متحدین او د نړۍ اوو سترو صنعتي یا جي -۷ هیوادونو شریکان به یې جدي او چټک ځواب ووایي.

دې ویاند زیاته کړه چې ایران دا اقدام به د اوکراین په خلاف د روسیې جګړې د کړکیچ ډیروالي لپاره د ایران بارز ملاتړ په ډاګه کړي.

واشنګټن په اوکراین کې د روسیې یرغل پیل کیدو راهیسې څو ځله د روسیې او ایران تر منځ د امنیتي همکارۍ پراخوالي په هکله خبرداری ورکړی.

په عین حال کې په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د نظامي همکارۍ په ګډون، ایران د روسیې سره په بیلا بیلو برخو کې د اوږدې مودې ستراتیژیکې همکارۍ جوړې کړیدي.

پدې اعلامیې کې ویل شوي چې د " د اخلاقی نقطې نظره ایران د توغندیو په ګډون د هرې وسلې له لیږد ډډه کوي چې ممکن د اوکراین په شخړې کې به ترې کار واخیستل شي".

د اروپایي اتحادیې دوو استخباراتي سرچینو دا ونه ویل چې دا توغندي به په دقیقه توګه څه وخت روسیې ته ولیږدول شي خو دومره یې ویلي چې ژر به وشي.

ها خوا بیا د ایران یو جګپوړي چارواکي چې غوښتل یې نوم یې په راپور کې یاد نشي، ویلي چې ایران په روسیې توغندي او بې پیلوټه یا ډرون الوتکې خرڅې کړیدي خو لا یې د فتح -۳۶۰ بالستیک توغندي ندي ورکړي.

دې چارواکي همدارنګه ویلي چې په روسیې باندې د ایران لخوا د دې ډول وسلو په پلور قانوني ممنوعیت نشته.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG