د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي لیرې واټن ویشتونکی کروز توغندی یې جوړ کړی


ایران ادعا لري چې د توغندیو پروګرام یې د ځان دفاع لپاره دی.
ایران ادعا لري چې د توغندیو پروګرام یې د ځان دفاع لپاره دی.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو یو جګپوړی قوماندان وایي د دې هیواد پوځ داسې کروز توغندی جوړ کړی چې ۱۶۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي.

د سپاه پاسداران د هوایي فضا ځواکونو مشر امیر علي حاجیزاده د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکې کې ویلي چې دا توغندی د ایران اسلامي جمهوريت د توغندیو په جبه خانې کې ور زیات شو.

د ایران دې جګپوړي نظامي چارواکي یو ځل بیا هغه ګواښ تکرار کړ چې ایران غواړي د متحده ایالاتو څخه د خپل جګپوړي نظامي افسر د وژلو غچ واخلي.

هغه ویلي، "مونږ غواړو چې د امریکا مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ووژنو".

د ایران په تلویزیون کې همدارنګه د "پاوه" په نامه د کروز توغندیو لومړني انځورونه خپاره شول.

وروسته تر هغه چې په ۲۰۲۰ کال کې د بغداد هوایي ډګر سره نږدې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني ووژل شو، ایران یې په غبرګون کې په عراق کې نظامي اډې په توغندیو وویشتې چې امریکایي ځواکونه هم پکې دیره و.

ښاغلي حاجیزاده وویل چې ایران نه غوښتل پدې برید کې " ناداره سرتیري" ووژني.

هغه زیاته کړه ، " که د خدای خوښه وي مونږ غواړو ټرمپ او پمپیو (د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر) او هغه نظامي قوماندانان ووژنو چې د سلیماني د وژلو امر یې ورکړی و".

د امریکا پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ قاسم سلیماني د نړۍ «اول درجه تروریست» باله او ویلي یې و چې هغه په سیمه کې بي ثباتي غوښتله او له ترهګرو ډلو سره یې لاس لره.

د سلیماني تر وژل کیدو وروسته ایراني چارواکو څو ځله ویلي چې غچ به یې اخلي.

ایران ادعا لري چې د توغندیو د پراختیا پروګرام یې یوازې د خپل ځان دفاع او بریدونو د مخنیوي لپاره دی. دې هیواد د متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د اندیښنو سره سره، د بالاستیک او نورو توغندیو پروګرام پراخ کړی دی.

ایران پداسې حال کې د کروز توغندیو جوړولو خبر ورکړی چې غربي هیوادونه اندیښنه لري روسیې د اوکراین په جګړې کې په ایران کې د جوړو شویو بې پیلوټه یا ډرون الوتکو څخه کار اخیستی.

سره لدې چې ایران وایي مسکو ته یې دا الوتکې په اوکراین د یرغل څخه وړاندې ورکړي خو روسیې د همدې الوتکو څخه په اوکراین کې په بریښنا کوټونو او نورو ملکي زیربناوو بریدونو کې کار اخیستی.

XS
SM
MD
LG