د لاس رسي وړ اتصالات

ایران نوی کروز توغندی وازمایه


د ایران د دفاع وزیر وایي دغه نوي توغندي په ١٢٠٠ کیلومتره واټن کې خپل هدف ویشتلی دی
د ایران د دفاع وزیر وایي دغه نوي توغندي په ١٢٠٠ کیلومتره واټن کې خپل هدف ویشتلی دی

ایران د ١٩٧٩ کال د اسلامي انقلاب د کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې نوی کروز میزایل وښود چې ١٣٠٠ کیلو متره واټن ویشتلی شي.

په ویډیو کې چې د ایران د دفاع وزارت په ویبپاڼه خپره شوې په یو دښته کې ددغه میزایل آزمایښت ښکاري.

د ایران د دفاع وزیر جنرال امیر حاتمي د ایران د دولتي تلویزیون له لارې پخه یوه وینا کې وویل چې دغه توغندي د ١٢٠٠ کیلومتره واټن له وهلو وروسته په هدف لگیدلی دی.

هغه توغندي چې ایران یې لري تر ٢٠٠٠ کیلومتره واټن پورې رسیدلی شي چې په سیمه کې د اسرائیل او امریکا د پوځي اډو په نښه کولو توان لري.

خو کارپوهان پدې باور دي چې ایران اکثر د خپل پوځي توان په اړه مبالغه کوي، خو بیا هم د ایران د لیرې واټن ویشتونکو بالستیک میزایلو په هکله اندیښنې شته.

امریکا د ایران د بالستیک میزایلو د پروگرام پر وجه پر هغه هیواد باندې بندیزونه سخت کړي او پدې وروستیو کې یې ایران ته د دریو توغندیو د ازمایلو د پروگرام په وجه خبرداری ورکړی دی.

د ایران پوځي لاسته راوړنې چې د رسنیو له لارې یې اعلانوي د خپلواکو منابعو له لورې ندي تائید شوي.

XS
SM
MD
LG