د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د «سپاه پاسداران» پر پوځي مرکز حمله شوې


د راپورنو له‌مخې د ایران د بلوچستان په نیکشهر سیمه کې د پوځ پر یو لوی مرکز حمله کې د ایراني پوځ یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

ایراني رسنۍ مهر د د نیکشهر د ښاروال محسن ګل محمدي په حواله ویلي چې نن شنبې سهار دوو تنو وسله والو پر دغه مرکز حمله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د ټپیانو له ډلې د وو تنو حالت نازک ښودل شوی دی.

ایراني چارواکو دا یوه تروریستي‌ حمله بللې ده او زیاته کړې ده چې د دغه حملې مسؤلیت«جیش الظلم» په نوم وسله والې ډلې په غاړه اخیستی دی.

دغه چارواکو همدارنګه ویلي چې د حمله کوونکو د نیولو هڅې روانې دي.

په ایران کې د پوځ پر ستر مرکز دغه حمله پر داسې مهال کېږي چې تېره ورځ په ایران کې د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کالیزې لمانځلو مراسم پیل شول.

د یادونې وړ ده چې د روان کال په تلې میاشت کې د ایران په اهواز کې د پوځي پرېډ پر مراسمو حمله کې ۲۵ تنه ووژل شول او او څه باندې اویا تنه نور ټپیان شول.

د هغه حملې مسؤلیت داعش او د اهواز د ملي مقاومت په نوم د حکومت یوې مخالفې عربي ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG