د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د "ځانګړې بې پیلوټه الوتکې" د جوړولو ادعا کړې


د ایران نوی ډرون
د ایران نوی ډرون

ایران د هغو بې پیلوټه الوتکو نه پرده پورته کړه چې پوځ یې ادعا کوي د استخباراتي اطلاعاتو د راټولولو او د پوځي عملیاتو د کولو توان او ظرفیت لري.

د ایران یو پوځي مقام ویلي د "کیان" په نامه بې پیلوټه الوتکه چې په جیټ ماشین حرکت کوي ددې هیواد د دفاعي ځواکونو د متخصصینو له لورې د یو کال په ترڅ کې طرحه او تولید شوې ده.

ایراني مقامات ادعا لري چې دغه الوتکه کولای شي هر ډول ماموریت ترسره کړي. وايي دا الوتککه کولای شي له زرو کیلو مترو زیات واټن ووهي او خپل هدف دقیق کړي.

د ایران بې پیلوټه الوتکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:19 0:00

دا پداسې حال کې دي چې د ایران د سپوږمکیو د توغولو هڅه د درېیم ځل لپاره هم ناکامه شوه. یو راکټ چې ټاکل شوې وه د ایران سپوږمکۍ فضا ته انتقال کړي د جمعې په ورځ د ایران په فضایي مرکز کې وچاودید.

ددغه چاودنې وروسته د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ په خپل ټویټر د امام خمیني په فضایي مرکز کې د چاودنې وروسته اخیستل شوی عکس خپور کړ.

ایراني مقاماتو تر اوسه ددغې چاودنې په هکله معلومات ندي شریک کړي، خو د ناهید-١ په نامه سپوږمکۍ یې خبریالانو ته وښودله چې ټاکل شوې وه فضا ته ولیږدول شي.

XS
SM
MD
LG