د ایران په پلازمینه تهران کې د یو پوهنتون مخې ته د خپل لباس د ایستلو وروسته د یوې ښځې د نیول کېدو قضیې په دغه هېواد کې د اجباري حجاب سره مخالفتونو ته پام اړولی دی.
عیني شاهدانو د هغې ښځې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې شریکه کړې چې د ازاد پوهنتون مخې ته یې په عام محضر کې خپلې جامې له تن څخه لیرې کړي او نیمه لوڅه د خلکو په منځ کې ګرځي.
د نومبر دوهمې د پیښې دا ویډیو په ټولنیزو شبکو کې ډیره لاس په لاس شوې ده. په لویدیځ کې د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو ویلي چې دې ښځې په ایران کې د اجباري حجاب د هغه قانون په خلاف اعتراض کړی چې په دغه هېواد کې د بسیج ملیشو په نوم اخلاقي پولیسو په واسطه پلی کیږي.
د "امیر کبیر جریدې" په نوم د محصلینو یوې خپرونې نیول شوې ښځه ۳۰ کلنه اهو دریايي ښودلې ده چې د ازاد پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي د فرانسوي ژبې محصله ده.
د نومبر په لسمه د بریتانیې پایتخت لندن کې ایراني فعالانو د دریايي د نیول کېدو په خلاف لاریون وکړ. خو ایراني چارواکو او رسنیو ویلي چې دریايي د حجاب د قانون خلاف اعتراض ندی کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه دماغي ناروغي لري.
د ایران د حکومت ملاتړې تهران ټایمز ورځپاڼې لیکلي د حکومت مخالفینو د دریايي ویډیو "د سیاسي ګټې" لپاره کارولې ده. په ورځپاڼه کې د دريايي قضیه د ۲۰۲۲ په سپتمبر کې د حجاب د قانون د ماتولو په تور د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې ایرانۍ د نیول کېدو سره پرتله شوې ده چې د پولیسو په قید کې مړه شوه او په ایران او بهر کې یې پراخې مظاهرې وپارولې.
ورځپاڼې د اميني د مړينې په اړه د لويديځ راپورونه او پراخ لاريونونه "د ايران د ملت پر وړاندې رواني جګړه" بللې ده.
تهران ټایمز لیکلي چې د دوو بچو مور اهو دریايي چې تازه له خپل میړه څخه جلا شوې، "له سخت ذهني فشار سره مخ وه." د ورځپاڼې په راپور کې د ایران د حکومت په مخالفو ډلو باندې انتقاد شوی چې د هغې داستان یې "د ایران د حکومت سره د مخالفت" او "سیاسي نارضایتۍ پارولو" لپاره کارولی دی.
که څه هم خپلواکو ماهرینو د دریايي ممکنه رواني ناروغي نده تائید کړې، خو د هغې سره په پوهنتون کې نورو محصلینو ویلي چې دریايي له دې وړاندې هم د بسیج د ملیشو له خوا د "مناسب حجاب" نه مراعت کولو په تور د تیرو څو اونیو په ترڅ کې ځورول شوې وه. او دریايي ته نږدې سرچینو د نیول کېدو پرمهال د هغې ذهني ناروغي رد کړې ده.
د امیر کبیر جریدې په راپور کې لیکلي چې د حجاب د قانون په اړه له بسیج سره د دریايي ستونزه وروسته له هغه زیاته شوه چې اخلاقي پولیسو د هغې لباس وشکاوه. په دغه راپور کې زیاته شوې چې دریايي وروسته "ښايي د اعتراض په توګه" په عام محضر کې له خپل بدن څخه لباس لیرې کړ.
په ټولنیزو شبکو کې په شریکه شوې ویډیو کې ښکاري چې دریايي د خپل پوهنتون مخې ته په داسې حال کې چې نیمه لوڅ ده، د خلکو ترمنځ قدم وهي، او په همدې مهال د ساده لباس لرونکو امنیتي ساتونکو لخوا نیول کیږي اویو موټر ته پورته کیږي. یوې سرچینې د امیر کبیر جریدې ته ویلي چې امنیتي ساتونکو د هغې سر له موټر سره جنګولی چې له کبله یې له سر څخه ډیرې وینې بهېدلي دي.
دریايي وروسته د رواني ناروغیو د درمنلې یو مرکز ته وړل شوې ده. خو "دریايي ته نږدې کسانو" د امریکا غږ د فارسي څانګې مسیح علينژاد ته ویلي چې هغه رواني ناروغي نلري.
د دریايي یوې نږدې ملګرې ویلي چې هغه "په ښوونځي او پوهنتون کې په وار وار له خپلو حقونو د دفاع لپاره درېدلې ده."
علينژاد زیاته کړه، په روغتون کې "یوې باخبره سرچینې" هغې ته دا هم وویل چې "د طبي کارکوونکو لومړنۍ ارزیابي ښیي چې اهو له ذهني پلوه روغه ده." ددغې سرچینې په خبره، اوس یوازې د روغتون څخه بهر د امنیتي ادارو سره تړلي ډاکتران اهو دریايي ته لاسرسی لري.
د بریتانیې د سکای نیوز رسنۍ هم د ځینو سرچینو په حواله لیکلي چې دریايي رواني ناروغي نلري.
د بخښنې نړیوال سازمان د اهو دریايي "یو ناڅرګند رواني روغتون ته وړل کېدل د اندېښنې وړ بللي." دې سازمان او د بشري حقونو نورو ډلو د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "ایراني مقاماتو له دې وړاندې هم د اجباري حجاب خلاف غږ پورته کوونکي کسان 'رواني ناروغان' بللي چې 'درملنې' ته اړتیا لري."
سي این این د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې د سیمه ایزو رسنیو په حواله د هغه وخت د پوهنې وزیر، یوسف نوري له خولې وویل چې ځینې محصلین توقیف شوي او "رواني روغتونونو" ته لیږل شوي ترڅو "د دوی اصلاح وکړي."
فورم \ دبحث خونه