د لاس رسي وړ اتصالات

ایران یو کس امریکا ته د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم کړ


یو ایرانی سړی چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس د قواو د پخواني قوماندان قاسم سلیماني په هکله یې د امریکا د متحده ایالاتو او اسرائیل استخباراتي ادارو ته جاسوسي کوله په اعدام محکوم شو.

قاسم سلیماني چې په سیمه کې پر میشتو امریکایي ځواکونو یې د سخت دریځو او د ایران د متحدو ملیشه قواو بریدونه تنظیم او طرحه کول، د روان کال د جنورۍ د میاشتې په درېیمه د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د بغداد په هوایي ډګر کې ووژل شو.

د ایران د قضائیه قوی ویاند غلام حسین اسماعیلي د سه شنبې په ورځ جون نهمه (غبرګولي ۲۰) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دغه سړی محمود موسوي نومیږي او "د ایران د وسله والو ځواکونو په ځانګړې توګه د سپاه" په هکله یې سي آی ای او موساد ته جاسوسي کوله.

ښاغلي اسماعیلي وویل: "د هیواد عالي دیوان هم دغه حکم تائید کړ او ډیر ژر به دغه شخص باندې حکم پلی شي او هم به هغه سزا وګوري او هم به د هغه باداران د ایران قاطعیت وګوري."

یو شمیر ایراني رسنیو رپوټ ورکړی چې ددغه تورن جاسوس رپوټونه د سلیماني د وژل کیدو سبب شوي وو. د ایران قضائیه قوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې موسوي مجد په ۲۰۱۸ کال کې پر سلیماني باندې د برید وروسته نیول شوی و او د هغه د اعدام حکم پر سلیماني باندې د وروستي برید سره تړاو نلري.

ایران په تیر دوبي کې اعلان وکړ چې امریکا ته د جاسوسۍ په تور یې ۱۷ کسان نیولي دي او هغه وخت ایراني مقاماتو ویلي وو چې د امریکا یو شمیر دغه جاسوسان به اعدام شي.

ایران د قاسم سلیماني له وژل کیدو نه څو اونۍ وروسته هم اعلان وکړ چې یو تن یې د جاسوسۍ او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د امریکا مرکزي استخباراتو ته د معلوماتو د انتقالولو په تور په اعدام محکوم کړی دی.

XS
SM
MD
LG