د لاس رسي وړ اتصالات

سیند کې د افغان کډوالو غرق کیدل؛ ایرانی پلاوی کابل ته ځي


یو شمیر افغان کارګر ادعا کوي، چې ایراني سرحدي ځواکونو د هریرود په سیند کې ډوب کړي دي
یو شمیر افغان کارګر ادعا کوي، چې ایراني سرحدي ځواکونو د هریرود په سیند کې ډوب کړي دي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې د افغانستان او ایران ترمنځ سرحد کې د یو شمیر افغان کارګرو ډوبیدلو د پیښې په هکله د څیړنو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته سفر کوي.

د هغو څیړنو له مخې، چې تر اوسه افغان حکومت ترسره کړي د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د غوايي په ۱۳ مه یو شمیر افغان کارګر، چې د کار په لټه په غیرقانوني ډول د ایران خاورې ته ننوتي وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د "ذولفقار دهنه" کې په سیند کې ډوب شوي دي.

د افغان حکومت له خوا د دغې پیښې د څیړنې د پلاوي مشر محمد حمید طهماسي خبریالانو ته ویلي، چې په دې پیښه کې ټول ۴۶ افغان کارګران شامل وو، چې د ۱۲ تنو مړي موندل شوي، ۱۷ تنه ژغورل شوي او ۱۷ نور لاهم لادرکه دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ مې ۲۰ ( غوايي۳۱) یې خپره کړې ویلي، چې افغانستان ته د ایراني پلاوي مشري به د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو همکاریو د مرستیال محسن بهاروند په غاړه ولري او افغان حکومت سره به د دغې پیښې په څیړنو کې برخه واخلي.

دا اعلامیه وايي: "کابل ته د ایران د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړې پلاوي سفر او د پیښې پر اسنادو او شواهدو ګډ تحقیق کولی شي د پیښې د جزئیاتو په روښانه کولو او د دواړو هیوادنو له خوا په راتلوونکي کې د دغسې پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره د پریکړو پر مهال مرسته وکړي".

د دې پیښې څخه ژغورل شوي څو تنه ادعا کوي، چې ایراني سرحدي ساتوونکو دا شمیر افغان کارګران، چې په غیر قانوني ډول ایران ته د ننوتلو نیت یې درلود د وهلو ډبولو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ په بهیدونکي هریرود سیند کې اچولي دي.

کابل ته د دغې پیښې د څیړنو لپاره د ایراني لوړپوړې پلاوي د سفر دمخه د مې په ۱۴ ( غوايي۲۵) باندې د دواړو هیوادونو سرحدي کمیسارانو هم په دې مسله د دواړو هیوادونو په سرحد کې خبرې کړې وې. خو ایرانې کمیسار په دې مسله خبرې له خپل کاري واک څخه بهر ګڼلې وې.

د افغان حکومت له خوا د ګمارل شوي پلاوي مشرمحمد حمید طهماسي امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي، چې ایراني لورې د دیپلوماتیکو لارو د دغې پیښې د څیړنو وړاندیز کړی دی.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، چې ویلي دي دا پیښه پخپله څاري،د نړیوالو قوانینو د اصولو له مخې د دې پیښې د تعقیب امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG