د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د کډوالو د وضعیت د سمبالولو لپاره د یو ملي سازمان د رامنځ ته کولو په لټه کې دی


مهاجرین افغان از ایران اخراج میشوند
مهاجرین افغان از ایران اخراج میشوند

د ایران د حکومت ویاند علی بهادري جهرمي وايي، چې په دغه هیواد کې د کډوالو د چارو تنظیمولو لپاره د یو ملي سازمان د رامنځ ته کولو په لټه کې دی.

د ایران د حکومت ویاند علی بهادري جهرمي د دوشنبې په ورځ اکتوبر دویم (تلې لسم) یو خبري کنفرانس ته وویل، چې ایراني سرحدي ساتونکي هڅه کوي، چې دغه هیواد ته د کډوالو د ننوتلو مخه ونیسي او که ایران کې غیرقانوني کډوال وي هغوی وپيژني اوخپلو هیوادونو ته یې ستانه کړي.

علی بهادري جهرمي ټینګار وکړ، چې په ایران کې د کډوالو د وضعیت د سمبالولو لپاره یې دوه کاله دمخه یوه لایحه ددغه هیواد پارلمان ته د تصویب لپاره استولې ده.

هغه وویل، چې ددغې لایحې له مخې د کډوالود چارو د سمبالولو لپاره یو ملي سازمان جوړیږي ترڅو"د یو کډوال اړوند د موضوعاتو ټول ابعاد" تطبیق کړای شي.

هغه وویل: "دوی [د کډوالوچارې] وکولی شي راټولې کړي، دا قانون ترتبیولو ته اړتیا لري چې مونږ یې په پرله پسې تعقیب کړواو بیا یې هم کوو، خو دا سازمان هم رامنځ ته شي...د شته قوانینو په چوکاټ کې [کډوالو] تنظیم کیږي، پیژندل کیږي او د کړنو څارنه یې کیږي".

د ایران د حکومت ویاند ددغو څرګندونو سره هممهاله په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسین مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره په کتنه کې د ایران او افغانستان ترمنځ د ګډ سرحد د څارنې د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران سفارت داکتوبر اول( تلې نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي مرتضوي د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري سره په کتنه کې د نورو اړوندو مسلو ترڅنګ د انساني قاچاق او غیرقانوني کډوالۍ پر مسلو هم خبرې کړي دي.

حسین مرتضوي ویلي، چې اوس مهال په ایران کې پنځه میلیونه افغان کډوال اوسیږي او تهران غواړي، چې دا کډوال په با عزته توګه خپل هیواد ته ستانه شي. دغه ایراني دپلومات د طالبانو له حکومت غوښتي، چې داسې پالیسۍ دې پلي کړي، چې له مخې یې په ایران کې میشت افغان کډوال خپل هیواد ته ستنیدلو ته وهڅول شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اټکل کړی، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۳۳ زره افغانانو په د معتبرو اسنادو په لرلو سره ایران ته سفر کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي، چې د مۍ د میاشتې له نیمايي څخه د جون د میاشتې تر وروستیو نږدې ۱۲۰۰ او ۱۵۰۰ اسناد نلرونکي افغان کډوال (ځانګړي ډول مجرد افغانان) د غیر رسمي لارو هره اونۍ ایران ته تلل. دا شمیر د اپریل د میاشتې څخه د جون تر میاشتې هره اونۍ د ۱۵۰۰ او ۱۸۰۰ تنو ترمنځ و.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د سپټمبر ۱۳ (وږي ۲۲) په یو راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې شاوخوا ۷۱۰ زره افغان کډوال په دواطلب یا جبري ډول د ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

همداشان د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د ۴۰۰ زره کسانو په خپله خوښه له ایران څخه وطن ته د ستانه شویو افغانانو د ستنیدلو خبرهم ورکړل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG