د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو سره نښته کې د ایران درې امنیتي سرتېري وژل شوي 


د وژلو شویو امنیتي سرتېرو د جنازې مراسم
د وژلو شویو امنیتي سرتېرو د جنازې مراسم

په ایران کې چاروکي‌ وایي د دغه هېواد په جنوب-ختیځ کې له یوې وسله والې ډلې سره په جګړه کې درې پولیس وژل شوي‌ دي.

د ایران د کرمان ولایت د پولیسو مشر عبدالرضا نظري د ایران د ارنا خبري اژانس ته ویلي دي چې ایراني‌ سرتېرو تېره ورځ له یوې داړه مارې او شوکمارې وسله والې ډلې سره نښته کړې ده.

وايي په دغې نښتې کې چې، تقریبآ ۲۴ساعته روانه وه، د ایران درې پولیس وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.

د ارنا خبري اژانس وايي چې په نښتې کې د دغې وسله والې ډلې دوه غړي هم وژل شوي دي. د وسله والې ډلې نوم اخیستل شوی نه دی،‌ خو ویل کیږي چې دغه ډله له کالونوکالونو راهېسې هلته فعالیت لري.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د جولاۍ په میاشت کې د ایران د انقلابي ګارد ځواکونو هم ویلي وو چې د سیستان په ایالت کې له یوې شوکمارې وسله والې ډلې سره یې په نښته کې څلور سرتېري یې وژل شوي وو.

دا ایالت له پاکستان سره پوله لري او کله ناکله په کې امنیتي‌سرتېري‌ هم تښتول کیږي.

XS
SM
MD
LG