د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: د امریکا سره بیا د اتومي موافقې په سر خبرې نه کوو


د ایران د بهرنو چارو وزیر جواد ظریف ویلي دي چې د امریکا سره د ٢٠١٥ کال د اتومي موافقې په اړه د بیا خبرو نیت نه لري

د ایران د بهرنو چارو وزیر په روم کې د اتومي وسلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د ایران ولس به د امریکا د بندیزونو مقابله وکړي او پدغې موافقې بیا د امریکا سره د خبرو نیت نه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د مې په میاشت کې د ایران سره د نړیوالې اتومې موافقې نه ووت او اقتصادي بندیزونه یې پرې د سره ولګول.

ټرمپ ویلي چې دا موافقه نیمګړې ده ځکه چې د ایران د توغندیو د پروګرام مخه نه نیسي او نه هم په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې د ملیشو سره د ایران د ملاتړ مخه نیسي.

ایران وایي چې د امریکا د بندیزونو مخه نیولی شي او نه غواړي چې د امریکا سره په دغه موافقه بیا خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG