د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي ځواکونو په موصل کې پر حجاب بندیز ولګوه


عراقي پوځ وايي شاید د داعش جګړه ماران د ښځو په حجاب کې له سیمې وتښتي
عراقي پوځ وايي شاید د داعش جګړه ماران د ښځو په حجاب کې له سیمې وتښتي

عراقي ځواکونو د موصل په ښار کې ښځو ته ویلي داسې حجاب دې نه اغوندي چې سرترپایه په کې پټې شي.

د عراق پوځ اندېښنه لري چې د داعش جګړه ماران به په دغو حجابونو کې ځانمرګي بریدونه وکړي او یا به له سیمې څخه وتښتې.

د عراق د ځانګړو ځواکونو یو مشر حسن بشار عباس وايي دوی له هغه وروسته دا اقدام وکړ چې د داعش یو شمېر بریدګرو د ښځو په حجاب په هغو ولسي خلکو ډزې وکړې چې له سیمې څخه تښتېدل. عراقي پوځ وروسته دا بریدګر ونیول.

سره له دې چې په موصل کې یو شمېر ښځې وایي د حجاب اغوستل او نه اغوستل یو شخصي انتخاب دی، مګر له عراقي ځواکونو سره د مرستې په خاطر دوی پتېیلې چې حجاب به نکوي.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د موصل ښار ونیوه او هلته یې خپل سخت قوانین تطبیق کړل چې یو یې هم ښځو ته د حجاب اغوستلو کلکه لارښونه وه. داعش همدغه راز شیعه ګانو او مسیحیانو ته وویل چې د دوی له کنترول لاندې سیمې څخه ووځي.

د موصل یو اوسېدونکي دهیا حبیب امریکا غږ ته وویل چې د داعش پرونی ظلم او وحشت او د عراقي ځواکونو نننۍ مهربانۍ د سیمې خلک هڅولي چې له هغوی سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل که خلک او پوځ له یو بل سره مرستې وکړې دواړه به مصون او خوندي شي. اوس په موصل کې حالت بدل شوی او یو شمېر اوسېدونکي یې وايي خلک له عراقي ځواکونو سره همکاري او مرسته کوي.

د امریکا له ملاتړه برخمن عراقي ځواکونو له څو میاشتو راهېسې د موصل د نیولو عملیات کوي او دغه ښار یې محاصره کړی دی. موصل د داعش تش په نامه خلافت مرکز بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG