د لاس رسي وړ اتصالات

موصل کې د ایتلاف له بمباریو له ژوندي پاتې شويو واورئ


د مارچ د میاشتې په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ ولسي خلک ووژل شول
د مارچ د میاشتې په دغه برید کې شاوخوا ۱۰۰ ولسي خلک ووژل شول

د مارچ په ۱۷ نېټه ایتلافي ځواکونو د عراق په موصل ښار کې په یو کور هوايي برید وکړ چې شاوخوا ۱۰۰ ولسي خلک پکښې ووژل شول.

امریکايي چارواکو د داعش جګړه ماران تورن کړل چې د برید لامل شوي او ګواګې دغه کور ته یې ولسي خلک په زوره راوستلي، چاودیدونکي توکي یې په کې ځای په ځای کړي او بیا یې له کوره په الوتکو ډزې کړې وي چې را ویې پاروي او بمبار پرې وکړي.

اسوشیټډپرس له دغه برید څخه اوو ژوندي پاتې شویو کسانو او عیني شاهدانو سره خبرې کړې دي. دوی ټول وايي چې هېڅوک هم په زوره دغه کور ته راوستل شوي نه وو، بلکې خلک په دې خاطر دلته راټول شول چې له بریدونو به په امان وي.

دوی وايي چې اورپکو په دغې دوه پوړیزې ودانۍ کې هېڅ ډول چاودېدونکي توکي نه وو ځای په ځای کړي او نه هم له کور څخه په چا ډزې شوي دي.

دا کور د یو سیمه ییز سوداګر و چې د خدای د رضا په خاطر یې خلکو ته په کې پناه ورکړې وه چې د عیني شاهدانو په خبره د کور په زیرخانې کې ښځې او ماشومان او په پوړیو کې نارینه ځای په ځای شوي وو.

ظنون چې له برید څخه ژوندی پاتې شوی اسوشیتډ پرس ته وویل چې په کور کې هېڅ وسله وال نه و. دی د خپلې کورنۍ له ۲۰ نورو غړو سره تر خاور لاندې شوی و، خو پنځه ورځې وروسته ژوندی را ووت. هغه وايي دا برید ډېر خطرناک او وحشتناک و.

هغه وايي تر برید یوه ورځ مخکې یې د داعش ځیني جګړه ماران کور ته نژدې په سړک ولیدل چې ګرځي راګرځي، خو ټېنګار کوي چې داعشیانو د ابوتوفیق له کور نه یو ډز هم نه دی کړی.

دی وايي کله چې تر خاورو لاندې و، ساه یې ویستلې شوه او د "باندې یې د خلکو غږونه او خبرې یې اورېدل، د مرستې چیغې یې وهلې خو چا مرسته نه کوله، بلاخره د هغه ورور ورغی او را ويې ویست". هغه وايي "ټوله کورنۍ مې ختمه شوه، د هغوی یو نوک هم ونه موندل شو، ټول تس نس شول".

یو بل عیني شاهد چې یوه خور او ۱۳ نور خپلوان یې په برید کې ووژل شول، وايی چې یو ګاونډي ورته وویل د داعش یو جګړه مار د ابو توفیق له "کور څخه دوه درې ډزې وکړې او بیا ولاړ، خو اصلي خبره دا ده چې که ډزې یې هم کړی وي، تاسو د یو کس لپاره ۱۰۵ کسان وژنئ. د عراق ځواکونو خو باید د ولسي خلکو ژوند ته پام کړی وای".

د موصل تلفات او زیانونه

په موصل کې د داعش جګړه مارانو د ځپلو او شړلو په عملیاتو کې سلګونه کورونه ویجاړ شوي، زرګونه خلک بې کوره شوي او لسګونه زره خلک هم وژل شوي او ژوبل شوي دي.

په عراق کې د وژل شوی او ژوبل شویو کسانو د ثبت او راجستر یوه اداره وايي چې د موصل په لویدیځ کې په هوايي بریدونو کې د مارچ او اپریل په میاشتو کې ۱۲۵۴ کسان وژل شوي دي.

دغه اداره د ډاکټرانو، مطبوعاتو د راپورونو او نورو معلوماتو په اساس دا ارقام ټولوي. دا په داسې حال کې ده چې د داعش پر ضد د عملیاتو په لومړنیو سلو ورځو کې ۱۶۰۰ ولسي خلک یا وژل شوي او یا ژوبل شوي وو.

خو د امریکا د دفاع وزارت پنټګان، چې معمولآ په ځنډ سره د ولسي خلکو د وژل کېدو خبر تایدوي، وايي چې د ۲۰۱۴ کال راپديخوا په سوریې او عراق کې د ایتلاف هوايي بمباریو ۳۵۲ ولسي خلک وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي د سټلایټ تصویرونه او په سیمه کې د کارکوونکو د معلوماتو په اساس د موصل په لویدیځ کې ۱۵۹۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

د ډسمبر په میاشت کې د ایتلاف ځواکونو ته اجازه ورکړل شوه چې د ضرورت په وخت هوايي مرسته وغواړي، بشري حقونو اندېښنه وښوده چې دا کار به ولسي تلفات زیات کړي، خو امریکايي چارواکي وايي چې دا کار ولسي تلفات زیات کړي نه دي.

موصل د اسلامي دولت د جګړه مارانو مرکز بلل کیږي او له څو میاشتو راهېسې یې عراقي ځواکونه، چې د امریکا د پوځ مرسته هم ورسره ده، له دغې سیمې د داعش د شړلو عملیات کوي. چارواکي وايي داعش یې ډېر ځپلی دی خو داسې ښکاري چې د داعش پوره ختمول ښايي ډېر وخت ونیسي.

XS
SM
MD
LG