د لاس رسي وړ اتصالات

کاظمي د عراق نوی صدراعظم شو


د پنځو میاشتو سیاسي کړکیچ او مخالفتونو وروسته بالاخره د عراق پارلمان مصطفی الکاظمي ته د باور رایه ورکړه او د هغه هیواد د نوي صدراعظم په توګه یې لوړه وکړه.

د عراق د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ می اوومه (غوایي ۱۸) د ټولینز واټن په مراعت کولو او د ماسکونو په تړلو سره نوي صدراعظم او ۱۵ وزیرانو ته د اعتماد د رای ورکولو په غونډه کې برخه واخستله.

د عراق جمهور رئیس برهم صالح، چې دوه اونۍ مخکې یې ښاغلی کاظمي د صدرات څوکۍ ته نوماند کړی و په یو ټویټري پیغام کې نوي صدراعظم ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې عراقیان د هیواد د تاریخ د یو ستونزمن پړاو نه تیر شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، هم په یو ټویټري پیغام کې لیکلي چې د عراق د نوي صدراعظم سره یې خبرې کړې دي. ښاغلي پمپیو همداشان لیکلي: "اوس د اصلاحاتو د سمدستي پلي کیدو د کار وخت رارسیدلی چې عراقیان یې غواړي. ژمنه کوم چې له هغه سره به د عراق د خلکو لپاره د هغه د پروګرامونو په پلي کیدو کې مرسته وکړم."

د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې د عراق د پخواني صدراعظم عادل عبدالمهدي له استعفی وروسته مصطفی کاظمي د صدرات څوکۍ ته درېیم کاندید و.

له هغه مخکې عدنان الزرفي او له هغه به وړاندې محمد علاوي ونشو کړای چې د ټولو سیاسي اړخونو موافقه ترلاسه کړي او حکومت جوړ کړي.

داسې ښکاري چې مصطفی الکاظمي د یو ناپیلي او خپلواکه سیاسي څیرې په حیث توانیدلی چې د شیعه او سني سیاستوالو په ګډون د مخالفو سیاسي ګوندونو ملاتړ ترلاسه او خپله کابینه جوړه کړي.

الکاظمي د عراق د پخواني دیکتاتور صدام حسین، د واکمنۍ پر وخت په ایران او بریتانیا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کړی او د یو خبریال په توګه یې تل د صدام پر ضد لیکنې کولې. هغه د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې د نړیوال ایتلاف له یرغل وروسته په ۲۰۰۳ کال کې هیواد ته ستون شو او په ۲۰۱۶ کې د هغه هیواد د استخباراتو رئیس شو.

د عراق سیاسي کړکیچ هیواد په داسې حال کې له ستر ازمون سره مخامخ کړی چې د کروناویروس په چټکه په خپریدو دی او ددې هیواد کمزوری روغتیایي سیستم یې تر فشار لاندې راوستی دی. تر اوسه په عراق کې څه دپاسه ۲۴۸۰ تنه په دې ویرسو اخته شوي او ددې جملې نه ۱۰۲ تنه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG