د لاس رسي وړ اتصالات

دوه امریکایي عسکر په عراق کې وژل شویدي


امریکا عراق کې شاوخوا ۵۲۰۰ عسکر لري
امریکا عراق کې شاوخوا ۵۲۰۰ عسکر لري

د امریکا پوځ وایي دوه عسکر یې په عراق کې د "دښمن قووا" لخوا وژل شویدي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دغه دوه عسکر د یکشنبې په ورځ ( مارچ۸) د عراق د شمال په مرکزي برخه کې په یوې غرنۍ سیمه کې وژل شوي.

پوځ ویلي چې دې عسکرو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې دله منځه وړلو ماموریت کاوه.

د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې تر اوسه د عسکرو هویت پټ ساتل شوی. امریکا په عراق کې شاوخوا ۵۲۰۰ عسکر لري چې د داعش په خلاف جګړې کې عراق امنیتي ځواکونه روزي او همکاري ورسره کوي.

عراقي چارواکو تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG