د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان د امریکایي ځواکونو د سمدستي ایستلو لایحه تصویب کړه


د عراق پالرمان- عکس: ارشیف
د عراق پالرمان- عکس: ارشیف

د عراق پارلمان د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په غبرگون کېیوه لایحه تصویب کړه چې په اساس یې به امریکایي ځواکونه له عراق څخه ووځي.

د عراق پارلمان نن د یکشنبې په ورځ جنورۍ پنځمه هغې لایحې ته مثبته رایه ورکړه چې ددې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي.

ددغې پریکړې اصلي هدف دادی چې امریکا له عراق څخه خپل شاوخوا ٥٠٠٠ سرتیري وباسي چې ددې هیواد په گوټ گوټ کې ځای پر ځای شوي.

دغه رایه اچونه دوه ورځې وروسته له هغه کیږي چې جنرال قاسم سلیماني د عراق په هوایي ډگر کې د امریکایي ډرون الوتکو په برید کې ووژل شو؛ کومې پیښې چې په سیمه کې کړکیچ نور هم زیات کړ.

د عراق د پارلمان پریکړه لیک په ځانگړې توگه هغه موافقه پای ته رسوي چې له مخې یې واشنگټن څلور کاله مخکې عراق ته ځواکونه واستول چې د داعش جنگیالیو پر ضد وجینگیږي.

دغه پریکړه لیک د عراق په پارلمان کې د شیعه غړو ملاتړ ترلاسه کړ چې ددې مجلس اکثریت جوړوي.

د پارلمان زیات شمیر سني مذهبه او کردي وکیلان غونډې ته نه وو حاضر شوي او داسې ښکاري چې ددغې لایحې د تصویب سره یې مخالفت درلود.

د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه ددغې پریکړې په اړه غبرگون ندی ښودلی.

XS
SM
MD
LG