د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته مرستو ته 'د اړو افغانانو شمیر ۳۳ سلنه زیات' شوی


د ژغورنې نړیواله کمېټه (IRC) وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې اقتصادي بحران د لوږې کچه پراخه کړې او د نږدې شل میلیونو افغانانو د ژوندي پاتې کیدو هڅې ګواښي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د اګست په درېیمه( زمري۱۲) په یوه خبر پاڼه کې چې په نیویارک کې خپره شوې ددغې ادارې یوې مرستیالې امیندا کټانزانو ویلي چې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته افغانستان کې اقتصادي بحران د هغو کسانو شمیر چې بشري مرستو ته اړتیا لري، د ددغې مودې دمخه حالت پرتله ۳۳ فیصده زیات کړی دی.

ددې نړیوالې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي: " تیر کال د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته، د افغانستان اقتصادي انزوا د دغه هیواد اقتصاد د لوږې ګړنک ته ټیل وهلی دی. د افغانستان بهرنیو زیرمو ته لاس رسی چې لا هم کنګل دی د هیواد بانکي سیستم له حرکت غورځولی او انکشافي مرستې چې د حکومت اکثره خدمات یې تمویلول دریدلي دي".

په خبرپاڼه کې د امیندا کټانزانو له قوله ویل شوي چې ددغه وضعیت څخه عام افغانان ځوریږي او افغانان مخ په زیاتیدونکي ډول په ډیرې سختۍ سره د وضعیت د مقابلې لپاره مختلفو میکانیزمونو غوره کولو ته مخه کړې ده.

میرمن امیندا کټانزانو ویلي: " د افغانستان د نفوس ۴۳ فیصده خلک ورځ کې د یو ځل څخه کمو خوړو باندې ګوزاره کوي. د خوراکي توکو خورا جګو بیو له امله د کورنیو د پورونو اندازه لوړه شوې ده او د رپوټونو له مخې په کوچنیتوب کې د ودونو، شاقه کارونو او د بدن د ځینو د غړو پلورل د زیاتیدو په حال کې دي."

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مرستیالې ویلي چې افغانان اوس مهال خپل ۹۰ سلنه عاید د خوراکي توکو په اخیستلو مصرفوي او اټکل کیږي چې د روان ۲۰۲۲ میلادي کال په دویمه نیمايي کې به د افغانستان د نفوس ۹۷ فیصده وګړي د لوږې د کرښې لاندې ژوند کولو ته اړ شي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې همدارنګه ویلي چې د نړیوالو مرستو کمیدو د لوږې د کچې د پراخېدو د مخنیوي په ګډون د حیاتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د ملګرو ملتونو او نورو غیرحکومتي ادارو په فعالیتونو اغیزې کړي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټه وايي ددې لپاره چې د بشري ناورین او د احتمالي قحطۍ د پیښیدو مخه ونیول شي، نړیواله ټولنه د افغانانو د ژوند د ژغورلو لپاره د بشري مرستو لپاره پیسو د برابرولو لپاره باید اقدامات وکړي ترڅو افغانان د معیشیت او د روغتیا په ګډون لومړنیو خدمتونو ته لاس رسی ولري.

XS
SM
MD
LG