د لاس رسي وړ اتصالات

ژغورنې نړیواله کمیټه: افغانستان باید له یاد څخه ونه ایستل شي


د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن ماموریت د کابل د نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستیو سرتیرو په ایستلو سره پای ته ورسوه.
د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن ماموریت د کابل د نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستیو سرتیرو په ایستلو سره پای ته ورسوه.

د افغانستان څخه د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د درېیمې کلیزې سره هممهاله د ژغورنې نړیوالې کمیټې په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغانستان باید چې هیر نشي ، ځکه چې ددغې کمیټې د وینا له مخې د امریکايي ځواکونو د وتلو درې کاله وروسته هم په دغه هیواد کې د خلکو بشري اړتیاوې پر خپل ځای پاتې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (IRC) د جمعې په ورځ اګست ۳۰ (وږي نهم) په یوه اعلامیه کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او له دغه هیواد څخه له ۷۶ زرو څخه د زیاتو افغانانو د تخلیې وروسته په ټول دغه هیواد کې بشري مرستو ته اړتیاوې په پراخه کچه موجودې دي.

د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ په افغانستان کې خپل ۲۰ کلن ماموریت د کابل د نړیوال هوايي ډګر څخه د وروستیو سرتیرو په ایستلو سره پای ته ورسوه.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د وتلو درې کاله وروسته هم په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لا هم دوام لري او هغوی د کار محدود فرصتونه په مخ کې لري، د خوړو نه خوندیتوب په ټول هیواد کې خورا پراخه شوی دی.

ددغې کمیټې ویلي چې د درې کلنې نړیوالې انزوا، باوجود په هیواد کې د لوږې د کچې پراخه کیدل چې د اقلیم د بدلون له اغیزو څخه یې منشا اخیستې ده د ژغورنې نړیوالې کمیټې پروګرامونه په افغانستان او په نړۍ کې د افغانانو د الهام بخښوونکي انعطاف شاهدان وو.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د افغانستان د دفتر مشرې سلما بن آیسا په دې اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو افغانانو په ګډون د تیرو دریو کلنو وضعیت پر افغانانو باندې ویجاړونکي اغیزې لرلې. سیاسي بې ثباتي، نړیواله انزوا، اقلیم بدلون او اقتصادي بحران بشري اړتیاوې زیاتې کړي او په بشري مرستو د ۲۴ میلیونو وګړو د اتکا سبب شوی دی.

میرمن آیسا ویلي: "د خوړو نه خوندیتوب ډیر د اندیښنې وړ حالت ته رسیدلی؛ له هرو پنځه افغانانو یو یې نه پوهیږي چې د هغوی راتلونکې خواړه به له کوم ځای څخه ترلاسه کړي. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا پاسیفیک په حوزه کې د هغو کسانو په ډله کې چې ګاونډیو هیوادونو کې د خوندي اوسیدلو لپاره په هڅو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی ۷۰ فیصده یې افغانان دي".

دغې کمیټې ویلي چې دا یو ټکان ورکوونکی خطر نښه ده، چې حتی په بهر کې هم افغانان ورسره مخ دي.

د ژغورنې کمیټې دغې چارواکې ویلي چې په داسې حال کې چې نړۍ د نوو بحرانونو سره مخ ده نړیواله ټولنه باید چې له افغانستان څخه خپله بودیجه او ملاتړ بهر ته ونه باسي.

دغې کمیټې په دې اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د ویشلو د پروګرامونو پر وړاندې په ځانګړي ډول پرښځو او نجونو پر وړاندې د ګواښونو سره سره د بشري مرستو کارکوونکو په ټول دغه هیواد او په ۱۱ ولایتونو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو رسولو په چارو کې د نوو نوښتونو په کارولو سره مرستې برابرې کړي دي. ۰

د ژغورنې نړیوالې کمیټې ویلي دا کمیټه د افغانستان کې دننه او د نړۍ په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو په ۲۹ ښارونو کې افغانانو ته د بشري مرستو په برخه کې د ملاتړ برابرولو لپاره ژمنه ده. دغې کمیټې ویلي چې په تیرو دریو کلنو موده کې یې له ۱۴.۵ میلیونو څخه زیاتو افغانانو سره روغتیا، نغدي ملاتړ او بیړنیو مرستو په برخو کې مرستې کړي دي.

د ژغورن کمیټې د معلوماتو له مخې ددغې کمیټې د افغانستان په دفتر کې د ښځو په ګډون ۹۹ فیصده کارکوونکي افغانان دي. دغې کمیټې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راوروسته یې د امریکا په متحده ایالاتو کې یوولس زره او ۶۲۱ تخلیه شویو افغانانو او په زرګونو نورو افغانانو سره په خوندي ډول کورونو ته د رسولو او په ټولنه کې د ادغام په برخه کې مرستې کړي دي.

دغې کمیټې ویلي چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې نه پاملرنه به د هغو کسانو اړتیاو څخه مخ اړول وي چې د نړۍ یو ترټولو لویو بحرانو کې راګیر شوي دي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې د پناه غوښتنې او بیا ادغام په چارو کې مرستیال هانس وان دیوورډ ویلي چې د امریکا په تاریخ کې د افغانانو بیا مشتیدل ترټولو سخت او پیچلی بشري ننګونه وه.

هغه ویلي چې امریکا متحده ایالاتو حکومت چې د افغانانو سره د ۲۰۲۱ کال د قانون د تصویبولو پر اساس،چې امریکا ته ورغلي او ورته په دغه هیواد کې د دایمي اوسیدلولپاره لاره پرانیځي په برخو کې کړي ژمنې چې باید عملي کړي.

په عین وخت کې هانس وان دیوورډ ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت باید هغو افغانانو ته د پناه غوښتنې، بیا مشتیدو او نورو لارو چارو د لاس رسي لپاره چې لا هم خوندیتوب په لټه کې دي امکانات برابرکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG