د لاس رسي وړ اتصالات

د ایرما توفان د کیوبا له ځپلو وروسته فلوریدا ته مخه کړې


په کارابین کې د توفان یوه څنډه
په کارابین کې د توفان یوه څنډه

د ایرما توفان چې سخت باد او بارانونه ورسره مل دي د کیوبا شمالي سواحل وځپل او اوس یې د امریکا د متحده ایالاتو د فلوریدا ایالت سواحلو ته مخه کړې ده.

د ایرما توفان د تلفاتو کچه ٢٢ تنو ته لوړه شوې او د هغو هیوادونو او ټاپوگانو نه چې تیر شوی، له مصیبته ډگ انصور یې پریښی دی.

د کیوبا سره سره د امریکا د توفان ملي مرکز د اندروس ټاپو د بهامین ټاپوگانو، بیمیني او گرند بهاما کې هم د ایرما توفان خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بیړنیو پیښو ادارې ویلي دي چې د فلوریدا په ایالت کې به د ایرما توفان بادونه سخت او ویجاړونکي وي.

د فلوریدا د سواحلو نه خلک د وتلو په حال کې دي، خو د ترافیکو گڼه گوڼ] ډیره زیاته ده
د فلوریدا د سواحلو نه خلک د وتلو په حال کې دي، خو د ترافیکو گڼه گوڼ] ډیره زیاته ده

​په داسې حال کې چې دغه توپان امریکا ته په نژدې کیدو دی د فلوریدا والي ددې ایالت ساحلي اوسیدونکو ته لارښونه کړې چې ژر تر ژره له خپلو کورونو ووځي او د شمال لور ته ولاړ شي.

د فلوریدا مقاماتو له پنځه عشاریه شپږ میلیون وگړو چې ددې ایالت د نفوس څه دپاسه ٢٥ فیصده کیږي، غوښتي چې له توفان دمخه سیمه خوشې کړي. تمه ده چې دغه توفان به د یکشنبې په ورځ د فلوریدا ایالت وچې ته ورننوځي

XS
SM
MD
LG