د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکنزي: القاعدې په تیرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې وده کړې


د متحده ایالتونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کینټ مکنزي د ډسمبر نهمه (لیدنۍ ۱۸) وویل چې د اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته ترهګرې ډلې القاعده په افغانستان کې وده کړېده.

خو دې امریکایي جنرال زیاته کړېده چې د یادې ډلې وده "سوکه" ده.

ښاغلي مکنزي اسوشیټډ پرس خبري‌ آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د امریکا د اردو او استخباراتي سرچینو په وتلو سره، په هغه هیواد کې د القاعده او نورو ترهګرو ډلو تعقیب ستونزمن شوی دی.

هغه زیاته کړه، د امریکا حکومت اوسمهال د هغه قابلیت یو یا دوه سلنه لري چې یو وخت یې د افغانستان د څارنې لپاره درلود او دې کار هغه اطمینان چې القاعده او داعش - خراسان ډله متحدو ایالتونو ته تهدید متوجه نکړي، ناممکن کړی ندی خو "ډیر یې ستونزمن" کړی دی.

یاد امریکایي جنرال چې په پنټاګون کې خبري کولې وویل دا روښانه ده چې القاعده هڅه کوي په افغانستان کې خپل حضور دوه برابره کړي، هغه هیواد چې یادې ډلې پکې د ۲۰۰۱ کال تروریستي بریدونه طرحه کړي وو.

ښاغلي مکنزي زیاته کړه، چې یو شمیر تندلاري له پولو افغانستان ته داخلیږي خو د هغوی حساب متحده ایالتونو ته ستونزمن دی.

امریکایي جنرالانو او ددې هیواد استخباراتي مسولینو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو مخکې وویلي وو، پر القاعده به د نظارت هڅې قسما د استخباراتي معلوماتو د لاس څخه تللو او په کابل کې د داسې یوه حکومت د نشتون له امله چې د امریکا دوست وي، پیچلي شي.

متحده ایالات وایي چې د امریکا په وړاندې د تندلارو د هر ډول برید د ځواب لپاره به پر هوایي بریدونو اتکا وکړي.

جنرال مکنزي وویل:"په بشپړ ډول د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې هیڅ ډول هوایي عملیات ندي شوي." ځکه د دا ډول بریدونو لپاره د امریکا قابلیت د استخباراتي معلوماتو، هوایي تصویر اخیستنې او نورو معلوماتو پر اساس کیږي چې اوس "د انکشاف په حال کې دي."

استخباراتي راپورونه وايي چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې فعال حضور لري.

له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته القاعده خپل اکثریت غړي‌ او هغه قابلیتونه له لاسه ورکړل چې د هغو په واسطه یې کولی شوای د امریکا خاوره تهدید کړي، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر وایي دا ډله اوس هم پر متحده ایالتونو د برید خوب په سر کې لري.

طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ میلادي کلونو پورې په افغانستان کې القاعده ته پناه ورکړې وه او د یادې ډلې د مشر اسامه بن لادن د ایستلو په اړه یې د امریکا غوښتنې ته رد ځواب ورکړ.

جنرال مکنزي زیاته کړه:"موږ تر اوسه هڅه کوي څو دا درک کړو طالبان چې طالبان به د یادې ډلې په وړاندې دقیقا څنګه اقدام وکړي او فکر کم چې دا موضوع به د یوې یا دوو میاشتو په موده کې نوره هم څرګنده شي."

ددغه امریکایي جنرال په وینا، د القاعده په وړاندې د اقدام په اړه د طالبانو ترمنځ "داخلي بحثونه" موجود دي.

افغان طالبانو د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د دوحي په توافق کې هوکړه وکړه چې د القاعده په وړاندې به جدي موقف غوره کړي خو د جنرال مکنزي په باور دا کار تر اوسه په بشپړ ډول ندی شوی.

دغه امریکایي جنرال په افغانستان کې د القاعده جنګیالیو تخمیني شمیر ورنکړ خو امریکایي چارواکي په دې باور دي چې القاعده به د یوه تر دوو کلونو پورې له افغانستان څخه بهر د بریدونو وړتیا ترلاسه کړي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هغو ډلو ته چې غواړي متحده ایالتونو ته زیان ورسوي خبرداری ورکړی چې "متحده ایالات به کرار پاتې نشي‌. نه به یې وبښو او نه به یې هم له یاده وباسو، د نړۍ تر وروستۍ نقطې پورې به درپسې درشو او د خپلو اعمالو قیمت به ورکړئ."

XS
SM
MD
LG