د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د چاودنې مسولیت ومانه


د اسلامي دولت یا داعش ډلې د دوشنبې په ورځ سپتمبر پنځمه (وري ۱۴) په کابل کې د روسیې د سفارت مخې ته د ځانمرګي چاودنې مسولیت ومانه.

د فرانس پرس اژانس د خبر په اساس دغې اسلامپالې ډلې د تلګرام چینل له لارې په یو بیان کې لیکلي چې د داعش یو جنګیالي د روسیې سفارت ته نژدې «په یوه راټولیدنه کې چې روسي مامورین هم په کې وو، خپل د چاودیدونکو توکیو واسکټ وچاوه.»

داعش ادعا کړې ده چې د دوی په ځانمرګي برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او ژوبل شوي دي.‌ دوی ادعا کړې ده چې په برید کې «جاسوسان، د سفارت امنیت ساتونکي طالبان او لږ تر لږه د سفارت دوه روسي موظفین» وژل شوي دي.

پدې چاودنه کې د روسیې سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه په کې وژل شوي‌ دي.

د روسیې دولتي‌ اژانس «ار آی اې نووستي» د خبر له مخې چاودنه د سفارت د دروازې مخې ته هغه وخت وشوه چې یو روسي‌ دپلومات په دروازه کې د ویزې اخیستونکو د نومونو د اعلانولو لپاره راووت.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دې اړه وویل: « نن سهار... یو تروریستي برید وشو. زموږ د سفارت د کونسلي برخې مخې ته یو ناڅرګند اورپکي چاودیدونکي توکي وچول. زموږ دوه همکارن مړه شول. موږ سمدستي اقدامات وکړل چې د سیمې امنیت خوندي کړو.»

نوموړي‌هیله ښودلې ده چې د دغه برید عاملینو ته به ژر سزا ورکړل شي،‌ خو نه یې دي ویلي چې برید چا کړی دی.

د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې برید په ځايي وخت د سهار شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ښار په اوومې امنیتي‌حوزې کې د روسیې سفارت سره نژدې شوی دی او یو ځانمرګی هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړل شوی. هغه ویلي چې په برید کې «زموږ څلور هېوادوال او دوه تنه د روسیې سفارت کارمندان وژل» دي. په برید کې شاوخوا ۱۰ تنه نور ژوبل شوي‌ هم دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر کې برید او د روسیې سفارت د کارکوونکو وژل تائید کړي او ویلي دي چې سیمې ته «امنیتي‌ کسان » د سفارت د امنیت ټېنګولو لپاره استول شوي دي.

رویټرز خبري آژانس هم د طالب چارواکو له قوله ویلي، ځانمرګی کس چې غوښتل یې د روسیې سفارت سره نژدې ځان پوري تړلي چاودېدونکو موادو وچوي، د دوی لخوا له منځه وړل شوی دی.

د مولوي صابر په نوم یو طالب قوماندان رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې ځانمرګی کس د سفارت دروازې ته نژدې تر پيژندلو وروسته د طالب سرتیرو لخوا وژل شوی دی.

بلخوا په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې تر چاودنې وروسته یې امبولانسونه لیدلي چې د پېښي ځای ته ور روان و.

دا چاودنه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې ویل کیږي هره ورځ ګڼ کسان د روسیې د وېزې اخیستلو لپاره په کابل کې د دغه هیواد د سفارت مخته راټولیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د «ګذرګاه» په نوم جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه د پيژندل شوي دیني عالم مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۱۸ تنه ووژل شول او ۲۴ نور ټپيان شول.

XS
SM
MD
LG