د لاس رسي وړ اتصالات

داعش د کویټې د ځانمرګي برید ادعا وکړله


د کویټې ښار د اپریل د ١٢ بمي برید
د کویټې ښار د اپریل د ١٢ بمي برید

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ادعا وکړله چې د بلوچستان د کویټې په ښار کې ځانمرګی برید دوی کړی.

د بلوچستان په پلازمینې کویټې ښار کې د جمعې په ورځ (اپریل ١٢) د سبزیو د منډوي ترڅنګ بمي چاودنه شوې وه چې په کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي وو. د رپوټونو له مخې د وژل شویو کسانو له نیمایي نه زیات هزراه ګان وو.

د کویټې ښار په هزار ګنجي سیمه کې چې زیاتره پکې اقلیت هزاره ګان میشت دي پخوا هم څو ځلې بمي چاودنې شوي او په کې د هزاره ټولنې په لسګونو وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

په بلوچستان کې د ھزارہ ډیموکراټیک ګوند غړي رضا وکیل د امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې په کوټه ښار کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې د هزاره قوم ۵۰۹ تنه وژل شوي او ۶۲۷ ټپیان شوي دي.

د داعش ډلې د شنبې په ورځ په پخپله ویبپاڼه لیکلي دي چې دوی د پاکستان د پوځ په منصوبینو او شیعه مذهبو باندې برید کړی دی.

پاکستاني پولیسو ویلي چې په دغه ځانمرگي برید کې ته تنه شیعه مذهبه، د پوځ یو منسوب او څو تنه نور کسان وژل شوي او ۴٠ تنه ټپیان شوي چې څلور تنه ملیشه سرتیري هم په کې دي.

د کویټې د پولیسو مشر رازق چیمه د جمعې په ورځ د اپرېل میاشتې پر ۱۲مه خبریالانو ته ویلي چې په دغه چاودنه کې هزاره ګان په نښه شوي دي.

د پیښې د قربانیانو کورنیو او د هزاره ټولنې سلگونو کسانو نن د شنبې په ورځ په کویټه کې ددې وضیعت د بدلون او د دوی د امنیت د خوندي ساتلو په موخه اعتراض کړی او د حکومت څخه غواړي چې د دوي د امنیت د ټینگلولو لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG