د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ کې لسګونه داعش او طالب وسله وال افغان ځواکونو ته تسلیم شوي


کونړ کې تسلیم شوي داعشیان
کونړ کې تسلیم شوي داعشیان

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په کونړ ولایت کې ۴۰ داعش او طالب وسله وال افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۲ (تلې ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې په دغو وسله والو کې ۳۶ داعش او څلور طالب وسله وال شامل دي.

نوموړي زیاته کړه چې تسلیم شویو کسانو تر دې مخکې په کونړ ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد وسله وال فعالیت کاوه.

هغه وویل چې یادو کسانو خپلې ګڼې سپکې او درنې وسلې هم افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي دي.

نوموړي په ختیځ کې د داعش ډلې د فعالیت په اړه وویل: "په مجموع کې داعش ډله اوس مهال د افغانستان په ختیځ کې پراخ حضور نه لري چې لوی ګواښ دي رامنځته کړي ".

د فواد امان په وینا په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د افغان ځواکونو تر پراخو عملیاتو وروسته داعش وسله والو دغه ولایتونه پريښي او یو شمېر نور له خپلو کورنیو سره دولت ته تسلیم شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په بلخ او سري پل ولایتونو کې هم ۲۷۵ وسله وال طالبان حکومت ته تسلیم شول.

تر دا مهاله وسله والو ډلو د تسلیم شویو کسانو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG