د لاس رسي وړ اتصالات

د تاجکستان یو زندان کې د تاوتریخوالي له امله ۳۲ تنه وژل شوي


د تاجکستان مرکز دوشنبې کې په یو زندان کې د تاوترخیوالې له امله ۳۲ تنه وژل شوي دي.

د دغه هېواد عدلیې وزیر ویلي یاده پېښه د یکشنبې په ورځ په دغه زندان کې د داعش وسله والو زندانیانو تر بلوا پیلېدو وروسته رامنځته شوه.

دغه زندان چې تر ډېره سیاسي او یا له داعش ډلې سره د تړاو په تور نیول شوي کسان پکې بندیان دي د تاجکستان مرکز دوشنبې په لس کېلومترۍ د وحدت په نوم سیمه کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې موقعیت لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې په وژل شوو کسانو کې درې تنه د زندان ساتونکي او ۲۹ زندانیان شامل دي.

د تاجکستان د عدلیې وزیر ویلي، د داعش وسله والو زندانیانو چې په چاړو او چاقوګانو یې ځانونه سمبال کړي و لومړی د زندان دری ساتونکي او پنځه زندانیان ووژل او وروسته یې په زندان کې بلوا پيل کړه.

نوموړي زیاته کړه چې وروسته ۲۴ نور بلواګر زندانیان د پولیسو لخوا ووژل شول.

دا په داسې حال کې په دې وروستیو د دغه هېواد ګڼ شمېر وګړي په سوریه او عراق کې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

تاجکستان څه موده مخکې داعش د یوې ترورستي ډلې په توګه اعلان کړه او پخپل هېواد کې د دغه ډلې پر فعالیت باندې بندیز ولګاوه.

د یادونې وړ ده چې تېر کال هم د دغه هېواد په یو زندان کې د بلوا پر مهال ۲۹ زندانیان وژل شوي و.

XS
SM
MD
LG