د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني پولیسو ١٠ تنه د داعش سره د اړیکو په تور نیولي


د جرمني د ځانگړو عملیاتو پولیس
د جرمني د ځانگړو عملیاتو پولیس

د جرمني پولیس وایي د هیواد په لویدیځ کې یې ١٠ تنه د یو "سخت دریځه اسلامي برید" د پلان کولو په تور نیولي دي.

د جرمني ډي پي ای خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه تورن کسان پرون د جمعې او نن د شنبې په ورځ (مارچ ٣٠) په ځانگړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

اژانس د دوسلدورف ښار د څارنوالۍ د ویاند له خولې دا هم ویلي دي چې دغه کسان د ایسن، دوسلدورف، اوپرتال، مونشنگلادباخ، دویسبورگ او اولم په ښارونو کې نیول شوي دي.

جرمني مقاماتو ویلي پدغې ډلې تور لگول شوی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش سره ارتباط لري او یا هم د هغې نه د یوې جلا شوې ډلې غړي دي او غوښتل یې له تاوتریخوالي ډک "جدي" بریدونه وکړي.

خو جرمني مقاماتو تر اوسه ددغې ډلې د بریدونو د احتمالي اهدافو په هکله څه ندي ویلي.

د مقاماتو په وینا یو نیول شوی کس د تاجکستان اوسیدونکی دی، خو د نورو کسانو هویت ندی اعلان شوی.

شاوخوا دوه اونۍ دمخه هم د جرمني امنیتي مقامات ویلي وو چې د فرانکفورت ښار ته نژدې یې په ورته عملیاتو کې ١١ تنه د "سخت دریځو" بریدونو د کولو په تور نیولي دي. نیول شوي کسان ټول د جرمني اوسیونکي وو.

امنیتي مقاماتو ددغو کسانو د نیولو په ځای کې څه دپاسه ٢٠ زره یورو نغدې پیسې، څو چاقوگان، لږ مخدره توکي او د فرانکفورت ښار په شاوخوا محلاتو کې د بریدونو د ترسره کولو په هکله اسناد هم ترلاسه کړي وو.

XS
SM
MD
LG