د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ د دسمبر ۱۹ (لیندۍ ۲۹) اسرائیل په غزه کې د حماس په وړاندې په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د "نسل وژنې" او "توکمیزې پاکونې" تورن کړ، هغه تورونه چې اسرائیل "درواغ" ګڼلي او رد کړي یې دي.
په نیویارک کې میشت د بشري حقونو د څار دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې اسرائیلي مقاماتو "په قصدي ډول" په غزه کې اوبو ته د فلسطیني اتباعو لاسرسی محدود کړی، چې "ښایي د زرګونو خلکو د مړینې لامل شوي وي ... او احتمال لري چې د لا زیاتو مړینو لامل شي."
د حماس ډلې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د اسرائیل پر جنوبي سیمو برید وکړ او د اسرائیلي چارواکو په وینا شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل.
اسرائیل له دغه برید وروسته په غزه کې د حماس پر ضد غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړي، چې د فلسطین د روغتیایی چارواکو په وینا، تر اوسه یې څه دپاسه ۴۵۱۲۹ کسان وژلي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو د سازمان رپوټ رد کړ او په یو بیان کې یې وویل: "د بشري حقونو د څار ډله یو ځل بیا د اسرائیل ضد تبلیغاتو د ترویج په خاطر د وینې تویدنې افتراوې خپروي."
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، "د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیل سره له دې چې د پرله پسې بریدونو سره مخامخ و، غزې ته یې د اوبو او بشري مرستو دوامداره اسانتیاوې برابرې کړي دي."
د اسرائیل د دفاع وزارت بنسټ چې په فلسطيني سيمو کې د مدني چارو مسووليت په غاړه لري، له اوبو څخه د "وسلې" په توګه کار اخيستل رد کړي او ویلي یې دي چې غزې ته د اوبو رسولو لپاره "له اسرائیل څخه د اوبو درې پايپونه" فعال دي.
په همدې حال کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) هم د پنجشنبې په ورځ په یوه خپوره کړي راپور کې اسرائیل په غزه کې په "توکمیز پاکونې" تورن کړی دی.
دغه راپور د بې سرحده ډاکټرانو پر کارکوونکو ۴۱ بریدونه مستند کړي، چې په هغو کې پر روغتیايي مرکزونو هوايي بریدونه او د بشري مرستو پر کاروانونو مستقیمې ډزې شاملې دي.
دغه غیر دولتي سازمان ویلي چې په ۱۷ قضیو کې د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو خالي کولو ته اړ شوي دي.
د بې سرحده ډاکټرانو مشر کریسټوفر لاکیر، وویل: "د توکمیزې پاکونې او پرله پسې ویجاړۍ په نښو کې ډله ایزې وژنې، سخت فزیکي او رواني ټپونه، جبري بې ځایه کیدل، او د محاصرې او بمباریو لاندې د فلسطینیانو لپاره د ژوند ناممکن شرایط، د انکار وړ ندي."
د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت دغه راپور "جعلي" بللی او نیوکه یې پرې کړې ده.
دغه وزارت ویلي: "دا راپور په بشپړه توګه غلط او ګمراه کوونکی دی. اسرائیل طبي ټیمونه یا هغه خلک نه په نښه کوي چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل نه وي."
تر دې مخکې د بخښنې نړیوال سازمان د ډسمبر په پنځمه (لیندۍ ۱۵) اسرائیل په غزه کې د "نسل وژنې" په کولو تورن کړی و او ویلي یې وو چې د دغه سازمان نوی راپور نړیوالې ټولنې ته د "بیدارۍ غږ" دی.
دا سازمان، چې په بریتانیا کې یې مرکز دی، وايي د موندنې سرچېنې یې "د اسرائيل د دولتي او پوځي مقاماتو د نا انساني او له نسل وژنې سره تړلې بیانیې" د سټلایټ په مرسته د ویجاړیو اخیستل شوي تصویرونه، په سیمې کې کار او د غزې څخه راپورونه دي.
د بخښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار په یوې اعلامیې کې ویلي: "اسرائيل د میاشتو میاشتو لپاره له فلسطینیانو سره د فرعي (مادون) انسانانو په څېر چلند کړی، چې ګنې د بشري حقونو او کرامت ارزښت یې نه درلوده او د هغوی د فزیکي نابودۍ لپاره یې خپل هوډ څرګند کړی و."
هغې وویل چې د دغه سازمان موندنې باید د نړیوالې ټولنې لپاره د "خطر زنګ" وي، ځکه چې "دا نسل وژنه ده. باید همدا اوس ودرول" شي.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه