د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې اوربند: حماس او اسرائیل د یو بل بندیان خوشې کړل


په غزې کې د اوربند موافقې عملي کیدو څخه یوه ورځ وروسته، اسرائیل دوشنبه جنوري ۲۰ ( مرغومري ۳۰) د حماس لخوا د دریو برمته شویو کسانو په بدل کې ۹۰ فلسطینیان د زندانونو څخه خوشې کړل.

دا په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د دویم اوربند موافقې عملي کیدو څخه وروسته لومړی ځل دی چې دواړه خواوې د یو بل بندیان آزادوي.

اسرائیلي چارواکو ویلي چې د حماس ډلې درې برمته شوې میرمنې خوشې کړي او د خپلو کورنیو سره تر یو ځای کیدو وروسته روغتون ته یوړل شوې او ډاکټرانو تر معاینې وروسته ویلي چې روغتیایي وضعیت یې ثابت دی.

ددې برمته شویو کسانو خوشې کیدو په بدل کې اسرائیل په لویدیځه قبضه شوې غاړې کې د زندانونو څخه ۹۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل چې په لارو کوڅو کې ورته خلکو خوشحالۍ کولې.

مصر چې د قطر او متحده ایالاتو په ګډون یې د سولې پدې خبرو کې منځګړتوب کړی، د همدې تیرې شنبې په ورځ یې وویل چې اسرائيل به د غزې د اوربند په لومړي پړاو کې د ۳۳ اسرائیلي یرغمل شویو کسانو په بدل کې له ۱۸۹۰ څخه زیات فلسطیني بندیان خوشې کړي.

د اوربند په لومړۍ مرحلې کې به د حماس ډله لسګونه برمته شوي کسان خوشې کړي.
د اوربند په لومړۍ مرحلې کې به د حماس ډله لسګونه برمته شوي کسان خوشې کړي.

د فرانس پرس د راپور له مخې د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې بندیان به د اوربند د لومړي ۴۲ ورځني پړاو په جریان کې خوشې شي. ټاکل شوې ده چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د اوربند دغه پړاو سبا د یکشنبې په سهار پیل شي.

قطر چې د مصر او متحده ایالاتو سره یوځای یې د اسرائيل او حماس ترمنځ توافق کې منځګړیتوب کړی ویلي چې په لومړي پړاو کې به په غزه کې د حماس لخوا ۳۳ یرغمل شوي اسرائيلیان خوشې شي.

د اسرائيل د عدلیې وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د یکشنبې په ورځ له څلور بجې وروسته به له دوی سره په بند او توقیف کې د ۷۳۷ فلسطیني بندیانو خوشې کول پیل کړي.

ګڼ شمیر بې ځایه شوي فلسطینان هم خپلو مینو ته ستانه شویدي. د رانا محسن په نامه یوه فلسطینۍ چې د غزې په شمال کې د جبالیا ښارګوټي کې خپل کور ته ستنه شوې، د فرانس پریس خبري اژانس ته یې وویل، " بالاخره خپل کور ته راغلو. کور مو ندی پاتې، یوازې خاورې خځلې دي خو همدا زمونږ کور دی".

پداسې حال کې چې په غزې کې د اوربند منځګړي دواړه خواوې څاري خو د اورنبد یو شرط دا و چې دې تړانګې ته به بشري مرستندویه موادو استول ډیریږي او دا چې اسرائیلي ځواکونه به د غزې څخه اوځي. څارونکي همدارنګه کوښښ کوي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ دایمي اوربند وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG