د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل پوځ دوه فلسطینیان وژلي- حماس او روغتیایي کارکوونکي


د حماس ډله او د اضطراري حالاتو کارکوونکي وایي چې د اسرائيل پوځ د یکشنبې په سهار سپتمبر ۲۴ (میزان دویمه) په لویدیځه غاړه کې عملیات کړي، د حماس یو جنګیالی او یو بل ولسي فلسطینی یې وژلي دي.

عیني شاهدان وایي چې د اسرائيل پوځ د تولکرم ښار کې د «نور شمس» په کمپ کې د وسله والو سره شاوخوا یو ساعت جګړه وکړه.

د اسرائیل پوځ وایي په کمپ کې یې د «ترهګرۍ ضد فعالیت» کړی او هلته یې د قوماندې یو مرکز له منځه وړی دی. وايي دا مرکز په کمپیوټرونو او څارونکو کیمرو سمبال و او د چاودیدونکو توکو او بمونو د جوړولو وسائیل هم په کې وو.

د اسرائيل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «د فعالیت په مهال مشکوکو کسانو ډزې پیل کړې او په ځواکونو یې چاودېدونکي مواد وار کړل او ځواکونو په مستقیمو ډزو ځواب ورکړ...»

اعلامیه وايي چې په پېښې کې د اسرائيل د پوځ یو سرتېری سربېرن ژوبل شوی.

د حماس ډله وايي په پېښې کې د دوی یو ۲۱-کلن جنګیالی اسید ابو علي وژلی دی. بل وژل شوی کس عبدالرحمن ابو دغاش نومېږي. د ده کورنۍ وایي دی په پام ختلی و او د امبولانسونو عکاسي یې کوله چې نښه وېشتونکو مرمۍ ووېشت. د ده ورور مومن ابو دغاش ویلي دي چې هغه له پېښې سره هېڅ تړاو نه لره، ماشومان یې لرل او مېرمنه یې اوس هم حامله ده. د اسرائیل پوځ په دې اړه لا کومه تبصره نه ده کړې.

په لویدیځه غاړه کې له څه باندې یو کال راهېسې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د اسرائیل پوځ وايي چې د انجینرۍ د برخې ځانګړو موټرونو یې د کمپ سړکونه کیندلي او یو شمېر بمونه او چاودېدونکي مواد یې ترې اېستلي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي چې له دوی سره په دغه کمپ کې ۱۳۱۵۹ کسان ثبت او راجستر دي، او اکثریت یې د هغو خلکو کورنۍ او پاتې عزیزان دي، چې په د ۹۱۴۸ کال په جګړې کې، اسرائيل ایجاد شو، له خپلو سیمو څخه تښتېدلي او یا اړ اېستل شوي وو چې خپل کورونه پرېږدي.

د اسرائیل پوځ وایي په یوې جلا پېښې کې یې په لویدیځه غاړه کې د بیر زیت په پوهنتون کې اته زده کوونکي، چې د پوځ په وینا له حماس سره تړلي او هغوی ته مطلوب کسان وو، نیولي دي.‌ پوځ وايي دوی د برید پلان لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG