د اسرائیل د حکومت کابینې په سیمه ایز وخت شنبه جنوري ۱۸ ( مرغومي ۲۹) په غزې کې د حماس ډلې سره د اوربند موافقه منظوره کړله.
د اسرائيل او حماس ترمنځ دا تړون، د امریکا، مصر او قطر په منځګړتوب لاسلیک شو او د یکشنبې له ورځې وروسته یې تطبیق پیل کېږي، چې په ترڅ کې به یې فلسطیني زندانیان له یرغمل شویو سره تبادله کېږي او بیا به د جګړې د دایمي بندیدېدو شرایط نهايي شي.
د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوې اعلامیې کې د کابینې د پریکړې اعلان کړی او دا یادونه یې هم کړې چې د یکشنبې په ورځ به د موافقې تطبیق کیدل پیل شي.
د نتنیاهو د کابینې یو شمیر سخت دریځو غړې پدې موافقې جدي مخالفت څرګند کړی. د کابینې غړیو پدې موافقې څه د پاسه شپږ ساعته بحث وکړ. د اسرائیل امنیتي کابینې تیره ورځ دا موافقه منظوره کړې وه.
د اسرائیل عدلیې وزارت د ۹۵ فلسطینیانو د نومونو لیست خپور کړی چې خوشې کول به یې سر د شنبې پیل شي. په دوي کې ۶۹ میرمنې، ۱۶ سړي او ۱۰ کمکیان شامل دي.
ها خوا د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس ویلي چې فلسطیني اداره د جګړې پای ته رسیدو وروسته په بشپړه توګه د غزې مسؤلیت اخیستو ته چمتو ده.
د اوربند موافقې عملي کیدو څخه وړاندې د غزې یو شمیر اوسیدونکو بیرته خپلو کورونو ته ستنیدل پیل کړي.
متحده ایالات، قطر او مصر چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ په اوربند کې یې منځګړتوب کاوه، ټینګار کړی چې موافقه به هماغه څیر چې پکې ویل شوي، عمل پرې وشي.
په غزې کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په میاشت کې هغه وخت پیل شوه چې د حماس وسله والو په اسرائيل ناڅاپه بریدونه وکړل، اسرائيل مقامات وايي چې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۵۰ تنه نور یرغمل ونیول شول.
اسرائیل د دغو بریدونو په ځواب کې په غزې باندې هوايي او ځمکني عملیات پیل کړل، چې د فلسطین د روغتیا د چارواکو په وینا تر دې دمه په کې ۴۶۷۰۰ کسان وژل شوي دي او اسرائیل وایي په دغو وژل شویو کسانو کې یې زرګونه د حماس غړي دي.
په دغې جګړې کې د غزې تړانګې اکثریت برخې له خاورو سره خاورې شوې او د ۲.۳ میلیون نفوس څخه یې اکثریت خلک بې ځایه شول.
فورم \ دبحث خونه