د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې د اسرائيل د بمبارۍ دوهمه اوونۍ؛ شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي


څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې اسرائیل په غزې بمباري کولي.
څه باندې یوه اوونۍ کیږي چې اسرائیل په غزې بمباري کولي.

د اسرائیل پوځ نن دوشنبه تر لمر خاته وړاندې په غزې کې یوه ساحلي سیمه چې کڼترول یې د حماس په لاس کې دی، بمباري کړله.

سیمه ایز چارواکي وایي د بمونو چاودنې دومره شدیدې وې چې د غزې ښار یې ولړزاوه. سل ګونه ودانۍ پکې ویجاړې شوې او د ښار بریښنا پرې شوه.

د غزې یو اوسیدونکی مهدي عابد ربو چې جګړو او وژنو ترهولی وایي هیڅکله په دومره شدت او پیمانه هوایي بمبارۍ نه وې شوې.

خو د اسرائیل پوځ بیا نن دوشنبه مې ۱۷(غوایي۲۷) ویلي چې په غزې کې یې د حماس د ۹ جګپوړو قوماندانانو کورونه ویشتلي دي. اسرائیل همدارنګه پرته لدې چې نور جزئیات ورکړي ویلي چې د حماس د سیاسي څانګې د مشر یحیی سینوار کور یې هم ویشتلی.

اسرائیل همدرانګه ویلي چې نن دوشنبه یې د غزې د شمالي برخه لپاره د جهادي ډلې مشر هسام ابو هربید په هوایي برید کې وژلی. د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې دې جهادي مشر د اسرائیل په ملکیانو د ټانګ ضد د توغندیو په څو بریدونو کې لاس درلود.

پوځ وایي چې په غزې کې یې د حماس د ډلې تونلونه هم بمبار کړي او دا یې منلې چې د تونلونو یوه برخه د ملکي خلکو د اوسیدو په سیمه کې ده.

پدې تیرو ۷ ورځو کې چې د حماس او اسرائیل تر منځ جګړه پیل شوې، ۱۹۸ فلسطینیان پکې وژل شوي چې ۵۸ یې ماشومان و او تر ۱۲ سوو ډیر ټپي شوي.

بلخوا بیا اسرائیل وایي د حماس د راکټونو په بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي چې یو یې ماشوم و او ۲۹۴ تنه ټپي شويدي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د حماس ډلې په تیرې اوونۍ کې تقریباً ۳۱۰۰ توغندي پر دې هیواد وار کړي.

ملګري ملتونه وایي د اسرائیل د هوایي بمبارۍ له وجې په غزې کې ۳۸ زره کسان بې ځایه شوي او ۲۵۰۰ بې کوره شویدي.

ملګرو ملتونو د اسرائیل او حماس تر منځ روانه جګړه "زړه بدونکې" بللې او په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه یې کړې. خو د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د امریکا د مخالفت له وجې دې شورا ونشو کړی پدې هکله پریکړه لیک خپور کړی.

بل پلو امریکا د جګړې د دواړو خواوو نه د ملکیانو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ډنمارک په پایتخت کوپنهاګن کې خبریالانو ته وویل، " مونږ به د جدي دپلوماسۍ د لارې د روان تشدد د پای ته رسولو لپاره کار وکړو. او که دواړه غاړې اوربند غواړي، مونږ چمتو یو چې ملاتړ یې وکړو. "

خو د حماس او اسرائیل تر منځ د جګړې د بندیدو کوم څرک تر اوسه نه لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG