د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په سوریې کې تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ هوایي بمبارۍ کړي


د اسرائیل پوځ سه شنبه ډسبمر لسمه (لیندۍ ۲۰) ویلي چې په سوریه کې یې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۸۰ ستراتیژیک نظامي اهداف ویشتي دي.

اسرائیل داسې مهال په سوریې کې په نظامي اهدافو بریدونو ته شدت ورکړی چې د همدې تیرې یکشنبې په ورځ د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو د بشارالاسد حکومت ړنګ او واک یې تر لاسه کړ.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ په سوریه کې تر دې وړاندې بریدونو باندې تبصره نه کوله خو د سه شنبې ورځې بریدونو په هکله یې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا بریدونه یې ځکه کړي چې د ستراتیژیکو وسلو ذخیرې "ترهګرو عناصرو" ته په لاس ورنشي.

د پوځ په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې ۴۸۰ بریدونو کې ۱۵ یې د بحري ځواکونو په جنګي کښتیو شوي، د ټانګ ضد توپونه او د وسلو تولید کارخانې ځینې نور ځایونه دي چې اسرائیل په نښه کړیدي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګیدون سعار ویلي چې دفاعي ځواکونو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو ځایونه او د لیرې واټن ویشتونکي توغندي ویشتي دي تر څو ترهګرو عناصرو ته په لاس ورنشي.

خو سعودي عربستان بیا د اسرائیل دا هوایي بریدونه غندلي دي.

ریاض د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د اسرائیل بریدونه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړاونه ده او د سوریې دا فرصتونه له منځه وړي چې خپل امنیت او ثبات وساتلی شي.

د اسرائیل دفاعي ځواکونو تیره ورځ په سوریه کې څه باندې ۱۰۰ هوایي بریدونه کړي و.

د بشري حقونو څار ادارې مشر رامي عبدالرحمان چې مرکز یې په بریتانیې کې دی خو په سوریې کې د کورنۍ جګړې په هکله د معلوماتو راټولولو لپاره پراخې شبکې لري، د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې پدې ۱۰۰ نظامي اهدافو کې چې اسرائیل پرې هوایي بمبارۍ کړي، د برزه ساینسي څیړنو مرکز هم شامل دی.

ښاغلي عبدالرحمان پرته لدې چې نور جزیات ورکړي، دا هم ویلي چې د اسرائیل په هوایي بریدونو کې د سوریې د مخکني رژیم نظامي وړتیاوې له منځه وړل شویدي.

هغه ویلي چې په ختیځ کې د دیر الزور په ولایت او د قامیشلي نظامي هوایي ډګر سره نږدې چې په شمال ختیځ کې پروت دی، د وسلو ډیپوګانې په نښه شویدي.

اسرائیل په تیرو څه باندې لسو کالونو کې چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، سلګونه هوایي بریدونه د دې هیواد په هغو برخو کړي چې د بشارالاسد د حکومت په کنټرول کې وې خو ډیر لږ وخت یې دا منله چې دا ډول عملیات یې کړیدي.

د اسرائیل پوځي چارواکو پخوا ویلي چې دا بریدونه په سوریه کې د ایران او ددې هیواد د ګوډاکي ملیشو په مرکزونو کوي او تر څنګ یې دا هم منلې چې د حزب الله د وسله والې ډلې او نورو هغو ملیشو مرکزونه یې ویشتي چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG